منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

غړي

لوګر کې ۶۰۰ زده‌کوونکو او ښوونکو ته د فساد پر ضد د مبارزې په اړه پوهاوی ورکړل شو

د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې/ UNDP له خوا د دغه ولایت د مرکز پل علم، خوښۍ او محمد‌اغې ولسوالیو د ۲۰ ښوونځیو ۶۰۰ زده‌کوونکو او ښوونکو ته له فساد سره د مبارزې په اړه پوهاوی ورکړل شو.

له ښوونځي د سلګونو محرومو نجونو لپاره د زده‌کړې انلاین ټولګي جوړ شوي

په داسې حال کې د یوه انلاین ښوونیز پروګرام له لارې له شپږم ټولګي پورته سلګونو نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې چې یو شمېر ګډونوالې د دغه ډول پروګرام د ستاینې ترڅنګ له پوهنې وزارته غواړي څو ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

کابل کې یوه کونډه له حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

کونډه ثریا چې د خپل عمر تر دوې لسیزې ډېره موده یې د ګرم تناره ترڅنګ او خلکو ته په ډوډۍ پخولو تېره کړې، هیله لري چې لوڼې یې زده‌کړې وکړي؛ هغه له حکومته غواړي څو هر څه ژر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

غړي

بغلان کې له ۵۸۸ ښوونځیو ۲۷۳ یې ودانۍ نه لري

د بغلان د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ٢٧٣ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې د یادو ښوونځیو ١٥٥٤٢١ زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

غړي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې تېر یوه کال کې لسګونه میلیونه افغانۍ عواید لرل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره د ۵۲ میلیونه افغانیو عوایدو ترلاسه کولو، ۷ میلیونه افغانیو مالیاتي باقیداریو د راټولولو او د حکومت خزانې ته یې د سپارلو خبر ورکوي او وايي، په تېر یوه کال کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ۹ لېسو انسټیټیوټونو ته ارتقا کړې ده.

غړي

پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده

د پوهنې وزارت مسوولینو «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه وویل، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده.

نور راپورونه