ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ښوونځي د سلګونو محرومو نجونو لپاره د زده‌کړې انلاین ټولګي جوړ شوي

له ښوونځي د سلګونو محرومو نجونو لپاره د زده‌کړې انلاین ټولګي جوړ شوي

author avatar
30 Aug 2022 - 15:31
له ښوونځي د سلګونو محرومو نجونو لپاره د زده‌کړې انلاین ټولګي جوړ شوي
author avatar
30 Aug 2022 - 15:31

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): په داسې حال کې د یوه انلاین ښوونیز پروګرام له لارې له شپږم ټولګي پورته سلګونو نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې چې یو شمېر ګډونوالې د دغه ډول پروګرام د ستاینې ترڅنګ له پوهنې وزارته غواړي څو ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

تېر کال د زمري په ۲۴ مه، په افغانستان کې د مخکني حکومت له پرځېدو او په هېواد کې له بدلون راتلو وروسته، اوسني حکومت اعلان وکړ چې له شپږم پورته د نجونو زده‌کوونکو ټولګي تر بل امر پورې ځنډېدلي دي.

د ۱۴۰۱ ښوونیز کال په پیل کې د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي و، هر کله چې د ښوونځیو یونیفورم د شریعت، دود او افغاني کلتور له مخې جوړ شي، نو د «اسلامي‌ امارت» د رهبرۍ د فرمان پر اساس به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

خو د پوهنې وزارت تر اوسه د دغو ښوونځيو د پرانیستلو پرېکړه نه ده کړې.

وروسته له دې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند پاتې شول، اوس د دغو نجونو لپاره د انلاين زده‎کړو ځيني پروګرامونه پيل شوي دي.

یو له دغو پروګرامونو د «د افغانستان د نجونو لپاره د شمامه انلاین ټولګيو» په نوم دی چې شاوخوا یو کال مخکې جوړ شوی او اوس مهال له شپږم ټولګي د پورته ۱۵۰۰ نجونو زده‎کوونکو په انلاین بڼه د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغه ښوونځي يو مسوول احسان‌ محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې تېر حکومت سقوط شو او له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو نجونو د تګ اجازه ترلاسه نه کړه، د یاد ښونځي مسوولينو هڅه وکړه چې دا ډول ښوونيز پروګرام پيل کړي.

د هغه په ​خبره، د زده‌کړو دغه پروګرام له شاوخوا يو کال راهيسې جریان لري او نجونو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په کې برخه اخيستې ده.

نوموړی زیاتوي: «دوه نیم زره شاګردانو غوښتنلیکونه ورکړي، موږ وسایلو او امکاناتو ته د نه لاسرسي له امله ۱۵۰۰ کسان دغه پروګرام ته جذب کړل.»

سرچينې څرګنده کړه چې دغه زده‌کړې وړيا دي او د هېواد له  دننه او بهر څخه د ٤٠ استادانو له خوا په افتخاري ډول پر مخ وړل کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په یاد انلاین پروګرام کې د ګډون کولو لپاره ګډونوالو ته د انټرنټ په موخه کرېډېټ کارت هم ورکول کېږي؛ خو هغه یې اندازه ونه ښوده.‎

محمدي وايي، په دغه انلاين ټولګيو کې د ښوونځيو د مضمونونو ترڅنګ د خیاطۍ، کمپيوټر، انګليسي او پښتو ژبې درس هم ورکول کېږي.

هغه په دې اړه چې د زده‌کړو دغه پروګرام د کوم بنسټ یا هېواد له لوري تمویلیږي؟ وویل: «دغه پروګرام دوو هغو استادانو په مالي مرسته تمویلیږي چې په بهر کې دي.»

نوموړي وويل، له امکاناتو په استفادې سره غواړي په دغه ښوونيز پروګرام کې د ګډونوالو شمېر ډېر کړي او د زيات شمېر هغو زده‌کوونکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړي چې له ښوونځيو بې‌برخې دي.

د دغه ښوونیز پروګرام یو شمېر زده‌کوونکي خوښ دي خو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د غزني ولایت د جاغوريو ولسوالۍ د نجونو د یوې لیسې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ښایسته جویا چې د انلاین زده‌کړو په یاد پروګرام کې یې ګډون کړی، وویل: «له ۱۱ میاشتو راهیسې مې د شمامه په انلاین ټولګیو کې ګډون کړی، دا پروګرام زموږ لپاره ډېر ګټور او اغېزناک دی.»

هغې وویل: «د دې ترڅنګ چې زده‌کړې د ټولو شاګردانو لپاره وړيا دي، له زده‌کوونکو سره د انټرنټ مرسته هم کېږي، څو زده‌کوونکي وکولای شي له دې ښه فرصته ګټه پورته کړي.»

خو ښایسته بیا د نجونو پر مخ د حضوري درسونو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي او وایي، سرپرست حکومت باید نور نجونې په انتظار کې پرېنږدي.

په همدې حال کې، د کابل ښار د يوه ښوونځي د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې خاطرې پژواک ته وويل: «ډېره خوښه يم چې د شمامه په انلاین ټولګيو کې برخه اخلم او يو څه زده کوم، زموږ ښوونځي پیل نه شول، کنه نو ډېره ځورېدم.»

هغه د يادو ټولګيو د جوړېدو ستاينه کوي خو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

Visits: 120

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.