ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیکولسن: په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل لومړیتوب دی

نیکولسن: په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل لومړیتوب دی

author avatar
26 Aug 2022 - 11:35
نیکولسن: په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل لومړیتوب دی
author avatar
26 Aug 2022 - 11:35

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدل لومړیتوب لري؛ تر هغه چې دا کار نه وي شوی، د بشري حقونو نورو مسایلو ته به هم درناوی ونه شي.

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکولسن نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «کله ناکله حیران شم چې ایا موږ د نجونو ښوونځیو په اړه ډېرې خبرې کوو او فکر کوو چې دا د بشري حقونو یوازېنۍ اندېښنه ده او که حل شي افغانان به راضي وي.»

هغه لیکلي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل لومړیتوب لري؛ ځکه تر هغه چې دا کار نه وي شوی، د بشري حقونو نورو مسایلو ته به هم درناوی ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د خلکو ټولو بشري حقونو ته ژمن دي او  ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هغوی ټول حقونه ورکوي او دا مهال هم په هغو ادارو کې- چې اړتیا ورته لیدل کېږي- ښځې پر دندو بوختې دي او یو شمېر نورو ته په کور کې معاشونه ورکول کېږي.

 

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.