ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښوونځیو بند پاتې کېدو هرات کې یو شمېر نجونې اندېښمنې کړې دي

د ښوونځیو بند پاتې کېدو هرات کې یو شمېر نجونې اندېښمنې کړې دي

author avatar
10 Sep 2022 - 14:58
د ښوونځیو بند پاتې کېدو هرات کې یو شمېر نجونې اندېښمنې کړې دي
author avatar
10 Sep 2022 - 14:58

هرات (پژواک، ١٩ وږی ۱۴۰۱): په هرات کې یو شمېر زده‌کوونکې وايي، زده‌کړه او تعلیم د هر وګړي حق دی او اوس چې ښوونځي يې تړل شوي، د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو د ښوونځیو دروازې دې ژر تر ژره پرانیزي.

په هرات کې د «فتح» په نوم د نجونو لېسې د نهم ټولګي زده‌کوونکې شبنم له پژواک سره په خبرو کې وويل، د ښوونځي د تړل کېدو له امله به د هغې او نورو نجونو راتلونکی څه ډول وي؟

د هغې په ​​وينا، په دغسې حالت کې د یوې ځوانې په توګه د خپلو ارمانونو پوره کېدو لپاره هیڅ هيله نه لري.

نوموړې زیاتوي، د ښوونځیو د بند پاتې کېدو په دوام سره زده‌کوونکو د راتلونکي په اړه نور خپلې هیلې له لاسه ورکړې دي.

هغې وویل: «د دندې لېوالتیا چې‎ په راتلونکي کې یې د ځان لپاره لرم، هیڅ هیله نشته چې په دغه وضعیت کې درس ووایم، کار وکړم یا وکولای شم چې د خپلې خوښې هغه دنده ترلاسه کړم.»

د «مهري» لېسې يوې بلې زده‌‎کوونکې پنځلس کلنې ستارې له پژواک سره په خبرو کې د نجونو د ښوونځيو په اړه د «اسلامي امارت» د پالېسۍ د غندلو ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې د خپلو اولادونو د حقونو لپاره ودرېږي.

هغې وويل: «ښځې د ټولنې او انسانيت برخه ده او د ټولنې نيمه برخه جوړوي، که ښوونځي د نیمې ټولنې پر مخ وتړل شي او د هغوى د زده‌کړې مخنیوی وشي، ټولنه به د تيارو پر لور یوړل شي.»

ستاره زیاتوي، له څو کلونو راهیسې په دې انګېزه چې باید درس ووايي، په راتلونکي کې په خپل ولایت کې وتلې ډاکټره شي او ‎خپلو خلکو ته خدمت وکړي، درس وايي؛ خو تر نامعلوم امر پورې د ښوونځيو تړلو هغه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه کړې ده.

په ورته وخت کې، یو شمېر ښوونکې هم د نجونو د ښوونځیو پر بېرته پرانیستلو ټینګار کوي.

په هرات کې د نجونو یوې لېسې ښوونکې وحيدې ساغري له پژواک سره خبرو کې وويل، که ښځه سواد ولري، يوه باسواده ټولنه به رامنځته شي؛ خو که ښځه په ټولنه کې نالوستې وي نو د ټولنې خلک به هم نالوستي وي.

هغه له حکومته غواړي چې د نجونو له شپږم پورته ټولګیو ښوونځیو دروازې دې پرانیزي.

ساغري زیاته کړه: «ښځه هم د نارینه په څېر تعلیم ته اړتیا لري او کولای شي زده‌کړه وکړي، زه له ټولو چارواکو غوښتنه کوم چې د ښوونځیو دروازې دې پرانیزي او ټولنه د علم او پوهې پر لور وهڅوي، ځکه که ښځه سواد ولري، ټولنه به هم باسواده وي.»

بلخوا د ټولنيزو چارو کارپوهان هم په هېواد او په ځانګړې توګه هرات کې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل د هېواد د پوهنې نظام په زيان بولي او ټينګار کوي چې د نجونو لپاره بايد د زده‌کړو زمينه برابره شي.

په دغه ولايت کې د ټولنيزو چارو يوه کارپوهه هما بارکزۍ پژواک ته وویل، لوستې مېرمنې کولای شي د خپلې کورنۍ او ټولنې په باسواده کولو کې ستر رول ولوبوي.

هما وايي، د نجونو د ښوونځیو له تړلي پاتې کېدو يو کال تېرېږي او دغه موضوع په هرات او ټول هېواد کې د نجونو زده‌کوونکو د بې‌باورۍ او ناهیلۍ لامل شوې ده.

نوموړې په دې باور ده ‎چې که دا موضوع همدغه ډول دوام وکړي، ټولنه به د لا زیاتې بې‌سوادۍ پر لور ولاړه شي.

ومو غوښتل چې په دې اړه په هرات کې د ولایتي مسوولینو نظر هم واخلو، خو له څو ورځو انتظار وروسته هم په دې اړه مرکې کولو ته حاضر نه شول.

دغه‌راز په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر فعالانو او نجونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره بېلابېل کمپاینونه پیل کړي دي.

دوی د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته د پرانیستو اجازه ورکړي.

د یادونې ده چې د نجونو د ښوونځيو بند پاتې کېدل پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

که څه هم د سرپرست حکومت مسوولین وايي چې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره پر یوې طرحې کار روان دی؛ خو دغه طرحه تر اوسه نه ده بشپړه شوې.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.