ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې رياست: ننګرهار کې تېر کال څلور زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره شوې

پوهنې رياست: ننګرهار کې تېر کال څلور زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره شوې

author avatar
11 Sep 2022 - 11:37
پوهنې رياست: ننګرهار کې تېر کال څلور زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره شوې
author avatar
11 Sep 2022 - 11:37

جلال‌اباد (پژواک، ٢٠ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، په تېر يوه کال کې په دغه ولايت کې څلور زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمينه برابره شوې ده.

د ننګرهار د پوهنې رياست د سواد زده‌کړې امر اول‌ګل ابو زاهد د وږي په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولایت کې تېر کال له زده کړو بې‌برخې پاتې شوو ۴زره کسانو ته د سواد زده‌کړې ورکول شوې دي.

دی وايي، تازه يې په یاد ولايت کې د ګڼو ادارو کارکوونکو ته د چټکو زده‌کړو د اسانتيا برابرولو هڅې پيل کړې او په نږدې وختونو کې به ټولو هغو دولتي کارکوونکو ته چټکې زده‌کړې پيل شي چې سواد نه لري.

هغه زياته کړه: «اوس‌مهال هم موږ د سواد زده‌کړې (چټکو زده‌کړو) ۱۲۸ مرکزونه لرو، شپږو ښوونځيو کې هغو کسانو ته چې زده‌کړې يې نيمګړې پاتې دي او عمرونه يې ډېر دي، د پاتې زده‌کړو د بشپړولو زمينه برابره ده او ۵۰ دولتي ادارو کې مو په افتخاري ډول د زده‌کړو کورسونه پيل کړي دي.»

نوموړی وايي، پوهنې رياست پلان لري چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې د ننګرهار ولايت ۷۰ سلنه وګړي پر زده‌کړو سمبال کړي.

ده وويل: «د ننګرهار په ٧ ولسواليو کې سروې پيل شوې چې د چټکو زده‌کړو مرکزونه په کې جوړ کړو او په ځينو ولسواليو کې له وړاندې مرکزونه جوړ شوي، موږ هڅه کوو چې ټولو خلکو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړو ترڅو هر کال له دغې لارې سلګونه کسان باسواده شي.»

بل لورته ځیني هغه کسان چې د سواد زده‌کړې کوي، د دغه پروګرام د غځېدو غوښتنه لري.

د دغو کسانو له ډلې عبدالله پژواک ته وويل: «موږ ډېر خوشاله یو چې د سواد زده‌کړو پروګرام له لارې مو زده‌کړې کړې دي، تر دې وړاندې مې هیڅ لیک او لوست نشو کولای، د همدې پروګرام برکت و چې ډېر څه مې زده کړل.»

فرهاد ساپی چې زده‌کړې ترې نيمګړې پاتې وې، خو اوس د جلال‌اباد ښار په يوه لېسه کې د شپې له خوا زده‌کړې کوي، وايي چې د دوی د عمومي مطالعې د پراختيا لپاره بايد عامه کتابتونونه جوړ شي.

دی وايي: «له پوهنې وزارت غواړم چې موږ ته د زده‌کړو په برخه کې د کتابونو، ښوونځيو او همدارنګه نورو مهمو برخو کې شته ستونزې حل کړي؛ ځکه دا یو ډېر ګټور پروګرام دی او د غځېدو غوښتنه یې کوو.»

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه خلک د پرله‌پسې جګړو، بې‌وزلۍ او ناسمو دودونو له امله نالوستي دي.

Visits: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.