منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۱ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

غړي

غزني کې ګڼو نجونو په کورونو کې زده‌کړو ته مخه کړې ده

په غزني کې په داسې حال کې ګڼو نجونو په کورونو کې زده‌کړو ته مخه کړې چې د «اسلامي امارت» په راتلو له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې په ځینو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د پوهنتون استاد د حاضرۍ له لاسلیکه منع شوی؛ لامل یې تخریبي تبلیغات دي که نیوکې؟

د کونړ پوهنتون یو استاد وايي، د «نیوکو له امله» د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حاضرۍ له لاسلیکولو منعه شوی، خو په ختیځ کې د یاد وزارت استازی وایي چې دغه استاد «تخریبي تبلیغات» کول او د نظام پر پرېکړو یې ملنډې وهلې.

پوهنې وزارت په هېواد کې د نالوستي له منځه وړلو لپاره تازه پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي

د پوهنې وزارت په هېواد کې د نالوستۍ ختمولو لپاره د یوه نوي پروګرام چې پر بنسټ به یې د سواد زده‌کړې کورسونه دوه برابره شي، خبر ورکوي؛ خو وایي، د  دغو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ډېرې بودجې ته اړتیا ده.

نور راپورونه