ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې نږدې ۵۰ ښوونکي په دندو کې د غفلت له امله منفک شوي

نورستان کې نږدې ۵۰ ښوونکي په دندو کې د غفلت له امله منفک شوي

author avatar
20 Jun 2022 - 13:00
نورستان کې نږدې ۵۰ ښوونکي په دندو کې د غفلت له امله منفک شوي
author avatar
20 Jun 2022 - 13:00

پارون (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د نورستان د پوهنې ریاست وايي، د یوې ارزونې په پایله کې یې د دغه ریاست په چوکاټ کې نږدې ۵۰ دایمي غېر حاضر ښوونکي او نور کارکوونکي په نښه او له دندو لرې کړي دي.

د دغې ادارې رییس مولوي تاجمحمد مطمین پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت پنځو ولسوالیو کامدېش، برګمټال، دواب، نورګرام او منډول ته سفر کړی او د پوهنې وضعیت یې له نږدې څارلی او ارزولی دی.

هغه زیاته کړه، د دغې ارزونې په پایله کې یې نږدې ۵۰ داسې ښوونکي او نور کارکوونکي له دندو ګوښه کړي چې نومونه یې موجود وو، خو په میاشتو میاشتو دندو ته نه وو تللي.

دی وايي، د دغو ښوونکو او نورو کارکوونکو ډېره برخه په دواب او منډول ولسوالیو کې ده چې په بېلابېلو کلونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په خبره، د دغو کسانو له خوا د اخیستل شوو معاشونو د بېرته ګرځولو چاره یې هم پیل کړې، څو د دولت خزانې ته وسپارل شي.

نوموړي د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه چې وايي د حل لپاره یې هڅې کوي.

مطمین وویل، په نورستان کې اوسمهال د ۱۶زره نجونو په ګډون ۳۶زره ماشومان پر زده کړو بوخت دي چې د ښوونځیو د ودانیو، مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کمښت یې لویې ستونزې دي.

د ده په وینا، په دغه ولایت کې ټولټال ۲۱۴ ښوونځي شته چې یوازې ۶۰ یې ودانۍ لري، خو د پاتې نورو زدهکوونکي په جوماتونو او یا تر ونو لاندې زده کړې کوي.

نوموړي وویل، له ځینو مرستندویه ادارو سره یې خبرې شوې او هغوی ورسره ژمنه کړې چې له هغو ښوونځیو سره به د خېمو مرسته وکړي چې ودانۍ نه لري.

د نورستان اوسېدونکي د دایمي غېر حاضرو او په دندو کې د غفلت کوونکو ښوونکو د لرې کولو چاره ستايي، خو ترڅنګ یې په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر د معیاري کولو غوښتنه کوي.

د منډول ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد رسول پژواک اژانس ته وویل، د غېر حاضرو ښوونکو لرې کول ښه ګام دی، خو د پوهنې وزارت او مرستندویه ادارې دې د ښوونځيو د ودانیو، مسلکي ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزې حل کړي.

بلخوا، یو شمېر هغه ښوونکي چې د دایمي غېر حاضرو ښوونکو په نوم له دندو لرې شوي، د پوهنې ریاست پر دغه اقدام نیوکه کوي.

د یاد ولایت د دواب ولسوالۍ د ژونیا منځني ښوونځي ښوونکی عبدالقدیر یو له هغو کسانو دی چې له دندې لرې شوی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې د ښوونکي په توګه دنده مخ ته وړي او هره ورځ په مسوولانه توګه دندې ته حاضر شوی، خو بیا هم منفک شوی دی.

دی وايي، د پوهنې ریاست دا پرېکړه اصولي نه ده او په دې اړه به خپل شکایت تر مرکزي ادارې رسوي.

Visits: 88

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.