ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې نږدې ۶زره هلکان او نجونې په ۱۴۸ سیمه‌ییزو ټولګیو کې زده‌کړې کوي

پکتیکا کې نږدې ۶زره هلکان او نجونې په ۱۴۸ سیمه‌ییزو ټولګیو کې زده‌کړې کوي

author avatar
20 Jun 2022 - 17:33
پکتیکا کې نږدې ۶زره هلکان او نجونې په ۱۴۸ سیمه‌ییزو ټولګیو کې زده‌کړې کوي
author avatar
20 Jun 2022 - 17:33

[restrict paid=”true”]
ښرنه (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): په پکتیکا کې د سویډن کمېټې له خوا د ۱۴۸ سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو، نږدې ۶زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

یاد شوي سیمه‌ییز ټولګي د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې د “ECW/ Education can’t wait” په نوم تعلیمي پروژې تر چتر لاندې جوړ شوي دي.

پکتيکا کې د افغانستان لپاره د سوېډن کميټې د ښوونې او روزنې څانګې مرستيال محمد‌ذکريا اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت په مرکز ښرنه، اورګون، سروبي، سروضه، مټا خان، يوسف‌خېل، یحيی‌خېل، جاني‌خېل او زرغون ښار ولسواليو کې یې د زده‌کړې ۱۴۸ سيمه‌ييز ټولګي جوړ کړي چې ۵۹۴۸ ماشومو نجونو او هلکانو ته پکې د ليک او لوست زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دغو سيمه‌ييزو ټولګيو لپاره یې ۱۶۸ ښوونکي او اداري کارکوونکي پر دندو ګومارلي چې ۹۶ یې نارينه او ۵۲ یې ښځې دي.

اکبرِي وايي، د ECW دغه تعليمي پروژه چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه یې تطبيقوي، مالي لګښت یې د یونسیف ادارې له خوا ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، د اوس لپاره نورو ولسواليو ته د دغه تعليمي پروګرام د غځولو پلان نه لري، خو په يادو نهو ولسواليو کې به خپل تعليمي خدمات نور هم پراخ کړي.

د پکتيکا اوسېدونکي په تعليمي برخه کې د دغو او ورته نورو خدماتو وړاندې کولو په پار له مرستندویه ادارو مننه کوي او د دغه ډول پروګرامونو لا پراخېدل غواړي.

د دغه ولایت د یوسف‌خېل ولسوالۍ د یوه سیمه‌ییز ټولګي ښوونکي مومن خان پژواک ته وویل، په دې وروستيو کې د پکتیکا په هغو سيمو کې چې پخوا پکې د جګړو له امله د نجونو او هلکانو ښوونيز بهير له خنډ او ځند سره مخ و، اوس بېرته روان شوی او په ډېرو سيمو کې زده‌کړو ته د نجونو او هلکانو لېوالتيا زياته شوې ده.

دی زیاتوي، که حکومت د پکتيکا په لرو او له ښوونیز بهيره پاتې سيمو کې منظمې تعليمي ادارې او ښوونځي جوړ کړي، نو ډېرې نجونې او هلکان به د زده‌کړې لپاره مراجعه ورته وکړي.

په ورته مهال، د دې سيمې يوې سپين سرې مور بي بي بدرۍ- چې خپله لمسۍ یې په يوه سيمه‌ييز ټولګي کې داخله کړې – خوښي څرګندوي او وايي، لومړی ځل دی چې په سیمه کې یې ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

دا زیاتوي، دوی په تعليمي برخه کې د موسسو او حکومت له لوري د پلې کېدونکو دغه ډول پروګرامونو کلک ملاتړ کوي او په خپله سيمه کې به زده‌کړو ته د ماشومانو د پام اړولو په برخه کې د هغوی والدين قانع کړي.

د یادونې ده چې د دغو سیمه‌ییزو ټولګیو ډېر یې د کورونو په حجرو او جوماتونو کې جوړ شوي دي.

د پکتيکا په ۹ ولسواليو کې د سوېډن کميټې له لوري دغه سيمه‌ييز ټولګي د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال د مې میاشتې په ۹مه پيل شوي چې د لومړنۍ سروې له مخې پکې ۳۸۵۷ نجونې او ۲۰۹۱ هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

[/restrict]

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.