د نجونو ښوونځیو په پیلېدو کې ځنډ؛ اروپايي ټولنه وايي، حکومت د مشروعیت چانس له لاسه ورکوي
اروپايي ټولنې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو د پرانستې ځنډولو په پرېکړې سره، د ځان د مشروعیت چانس له منځه وړي.
اروپايي ټولنې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو د پرانستې ځنډولو په پرېکړې سره، د ځان د مشروعیت چانس له منځه وړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د منځنیو او لېسه ښوونځیو په پرانيستل کېدو کې پر ځنډ اندېښنه ښودلې او له یوناما یې غوښتي چې له افغان چارواکو او اړوند ادارو سره یې په اړه خبرې وکړي.
د بغلان پوهنې رياست مسوولان وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولايت څلورو ولسواليو ښځينه ښوونکې نه درلودې او له همدې امله د نجونو لیسې تړلې دي.
کابل کې لسګونو مېرمنو او نجونو د یوه لاریون پر مهال، په داسې حال کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو د تلو غوښتنه کوله چې ملګري ملتونه هم وایي، د نجونو پر تعلیم بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان لري.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د لسو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ټولو افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د کونړ ولايت پوهنې رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې ټول ۴۴۱ ښوونځي فعال دي چې ۲۸۸ يې ودانۍ نه لري.
امریکا وروسته له هغې په قطر کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر اقتصادي موضوعاتو ټاکل شوې ناسته لغوه کړه، چې هغوی له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه ځانګړې غونډه کوي.
د پروان د پوهنې ریاست د ښوونکو او د ښوونځيو د ودانۍ د کموالي خبره کوي وایي چې په روان کال کې به ۶۰۰۰ نجونې او هلکان د یاد ولایت دارالعلومونو، ښوونخیواو مدرسو ته جذب شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د سرپرست حکومت پر پرېکړې، اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرز وايي، د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا له زده کړو څخه د نجونو مخنیوی، له حقونو یې سرغړونه ده.
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځیو د تړلو پریکړې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي. نن ( وري ۳مه) په…
د بادغیس پوهنې ریاست داسې مهال په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پرانیستلو خبر ورکوي چې پوهنې وزارت وايي، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې به تر امر ثاني پورې تړلي وي.
ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان، یوناما، افغانستان لپاره د امریکا او جرمني سفارتونو افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پېلېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ځیني افغان سیاستوال او زده کوونکې، تر نوي امره د نجونو د لوړو ټولګیو د زده کړو پر ځنډ خواشیني دي؛ له حکومته غواړي چې د نجونو د تعلیم لاره پرانیستې وساتي.
باختر خبري اژانس د پوهنې وزارت په حواله لیکلي چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو پرانیستل تر نوي امر پورې ځنډېدلي دي.
د پوهنې وزارت مسوولین وایي چې سږ کال یو میلیون نوي ماشومان ښوونځیو ته جذب شوي چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي.