ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو د تعلیم په تړاو خپلې ژمني عملي کړي

امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو د تعلیم په تړاو خپلې ژمني عملي کړي

author avatar
23 Mar 2022 - 23:07
امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو د تعلیم په تړاو خپلې ژمني عملي کړي
author avatar
23 Mar 2022 - 23:07

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځیو د تړلو پریکړې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

نن ( وري ۳مه) په ټول هېواد کې د ۱۴۰۱ ښوونیز کال پیل شو، خو د پوهنې وزارت ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل تر نوي امره ځنډېدلي دي.

سرچینې ویلي، کله چې د ښوونځیو زده کوونکو لپاره له شریعت او افغاني کلتور سره سم جامې برابرې شي، هغه مهال به د نجونو منځني .ښوونځي او لېسې هم پرانېستل شي.
افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پریکړه دده په ګډون میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

هغه زیاته کړې، تعلیم د انسانانو بنسټیز حق دی او دا فغانستان اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره ډیر اړین دی.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي "دافغانستان د سرپرست حکومت دغه کار له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره له کړو ژمنو سره جفا دی. "

د ویسټ په وینا، سرپرست حکومت ټولو افغانانو ته دا په ډاګه کړې وه، چې تعلیم ددوی بنسټیز حق دی ، اوس د افغانستان د راتلونکي او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په خاطر دوی باید پخپلو کړو ژمنو وفا وکړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.