د فراه ولایت له بالابلوک او فراهرود ولسوالیو پرته د نورو ټولو ولسوالیو سړکونه لا هم خامه دي چې له امله یې خلک په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې په مرکز ترینکوټ او ځينو ولسوالیو کې تاریخي ابدات او سیمې د غصب او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي خو مسوولین وايي، د ساتنې سربېره یې بیارغونه هم کوي.