منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې یو کلینیک جوړ شو

د جوزجان سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په مریادن ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک له جوړېدو خبر ورکوي؛ بلخوا، د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخکې یې د معیاري روغتیايي مرکز نشتون له امله خپل ناروغان د دغه ولایت مرکز ته لېږدول.

غړي

د هلمند د درېیو ولسوالیو په روغتونونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ماشینونه فعال شول

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېره یوه اونۍ کې یې د دغه ولایت د ګرمسیر، ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو په روغتونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» درې پایې ماشینونه فعال کړي دي .

غړي

«تېرو ۱۸ میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته نږدې ۳۰۰۰ ماشومان روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندل شوي»

افغاني سره میاشتې ټولنه وایي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې له ۲۸۰۰ ډېر د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

غړي

بې‌پولې ډاکټرانو روان لمریز کال افغانستان کې ۷۰۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

په افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو مشر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې روان کال یې په هېواد کې ۷۰۰ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

غړي

«له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په ترشي‌بابو کې صنعتي سرکه کاروي»‎

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې په کابل ښار کې د تُرشي جوړولو له کارخونو د څارنې پایله کې څرګنده شوه چې ځینو ترشي‌بابو کې له صنعتي سرکې استفاده کېږي او دغه سرکه د معدې سرطان رامنځته کېدو لامل ګرځي.

غړي

د عامې روغتیا وزارت: که د ملاریا واکسین موثر ثابت شي د ترلاسه کولو لپاره به یې هڅه وکړو

کامرون کې یوې نجلۍ ته د ملاریا لومړني واکسین له تزریق کېدو وروسته د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه واکسین موثرتوب په صورت کې به هڅه وکړي څو دغه واکسین له مرسته‌کوونکو ترلاسه کړي.

غړي

د جاپان د سولې او روغتيا موسسه ننګرهار کې د اوبو مديريت او روغتيا برخو کې نوې پروژې پيلوي

د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) د ننګرهار له چارواکو سره د یو شمېر تازه هوکړه‌ليکونو په لاسليکولو په دغه ولايت کې د اوبو مديريت او روغتيا برخو کې د نوو پروژو پيلولو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت: د لېوني سپي واکسین ۷۰ سلنه کمښت لرو

د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.‎

غړي

عامې روغتیا وزارت کې د پولیو ناروغۍ اروزنې او همغږۍ کلنۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د پولیو ناروغۍ د اروزنې او همغږۍ کلنۍ غونډه کې ویلي چې دغه وزارت ژمن دی د هېواد ګوډ ګوډ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته وکړي.

نور راپورونه