ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د کوز شا‌ولیکوټ اوسېدونکي: په خپلو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لرو

د کندهار د کوز شا‌ولیکوټ اوسېدونکي: په خپلو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لرو

author avatar
13 Feb 2024 - 16:20
د کندهار د کوز شا‌ولیکوټ اوسېدونکي: په خپلو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لرو
author avatar
13 Feb 2024 - 16:20

کندهار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲) د کندهار د کوز شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په ولسوالۍ کې یوازېني روغتیایي مرکز ته ساعتونه مزل کوي.

شاوليکوټ چې د کندهار ولایت تر ټولو لویه ولسوالي بلل کېده، څه موده وړاندې په کوز او بر شاوليکوټ ووېشل شوه چې اوس یې د کوز شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د روغتیایي خدماتو له نشتون څخه شکایت کوي.

د دې ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو لکه جلګه، نرۍ ویالې، تخت او ځینو نورو اوسېدونکي وایي، د ټولې ولسوالۍ په کچه یوازې یو کلینک لري چې د ناروغۍ پرمهال اړ دي له ساعتونه مزل وروسته ور ورسېږي.

د جلګه کلي یو اوسېدونکی عبدالحکیم وایي، سیمه یې غرنۍ او لاره هم خرابه ده.

هغه زیاته کړه: «موږ د ولسوالۍ له مرکز څخه ډېر لري یو چې یو عاجل ناروغ پېښ شي، هغه چې موږ د ولسوالۍ تر کلینک پوري رسوو، ناروغي یې لا ډېره شي یا په لار کې وفات شي.»

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی امیرمحمد هم وایي، په ځلونو یې د روغتیايي کلینک غوښتنه کړې، خو تر اوسه چا د جوړېدو ډاډ نه دی ورکړی.

نوموړي وویل: «موږ خو دلته موټر نه لرو، په کلي کې به یې پنځه – شپږ کوره لري، نو چې کله یو څوک ناروغ شي، بیا په موټر پيسي ګرځو کله پيدا شي کله نه شي، نو که دلته یو کوچنی کلینک راته جوړ شي، یو ډاکټر او یوه ډاکټره په کې وي هم زموږ لپاره ښه دی.»

ورته مهال د یادې ولسوالۍ د تخت سیمې اوسېدونکی اخترمحمد وایي: «موږ دلته د عاجلو ناروغانو لپاره کلینک ته سخته اړتیا لرو، پخوا ګرځنده کلینک وو چې زموږ یو څه اړتیا یې پوره کوله، خو اوس هغه هم نشته.»

خو بل لور ته بیا د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په پلان کې لري چې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزه حل کړي او ګرځنده روغتیايي ټیمونه ورته په دندو وګماري.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي معلوماتو مسوول سید داوود پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ په هره ربع کې سپیني ساحې تغیروو او هغه لرې پرتو سیمو ته د ګرځنده ټیمونو په واسطه روغتیايي خدمات رسوو چې اړتیا یې ډېره وي، نو په دې ربع کې د شاولیکوټ لري ساحې هم په پلان کې شته چې روغتیايي ټیمونه هتله ولېږو.»

د یادونې ده چې د شاولیکوټ ترڅنګ د کندهار د معروف، ارغستان، میوند، خاکرېز او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم د روغتیايي خدماتو له کمښت شکایت کوي.

Visits: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.