منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۹ راپورونه

راپورونه

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د پي‌اوار کارت‌لرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشت د پي‌اوار کارت‌لرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د هغوی ایستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان له استازي سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو نړۍوال سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري راایستنې مخنیوي او هغوی ته د دایمي سرپناوو په جوړېدو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه: مرسته‌‌کوونکي دې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ښځو د ملاتړ لپاره بودجه ډېره کړي

ملګرو ملتونو له مرسته‌کوونکو غوښتي چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د ستنېدونکو ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره بودجه ډېره کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې څانګې نن…

له راستنېدو تر بوختیا؛ هرات کې یوې مېرمن له ایرانه راستنو شوو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

یونیسف: له ايرانه په پراخه کچه د افغان کډوالو راستنېدو په پولو کې پر سرچینو او لومړنیو خدمتونو فشار راوړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په يوه تازه راپور کې ویلي چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ایرانه څه باندې ۷۱۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته…

د کډوالو وزارت: په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې له ایرانه ۱،۸ میلیونه افغانان راایستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۱،۸ میلیونه افغان کډوال یوازې له ایرانه راایستل شوي دي.

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره به په کابل کې درې اړخیزه غونډه وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر وايي، ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او یواېن‌‌اېچ‌سي‌ار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.

له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره په دغه هېواد کې کاري ځواک کم شوی

د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ویلي چې له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره د دغه هېواد ساختماني صنعت د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوی او ځینې پروژې ځنډېدلې؛ په داسې حال کې چې د ایراني کارګرانو ګومارل به وخت او ډېر لګښت ته اړتیا ولري.

له تاجکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ ای‌او‌اېم له دغه بهیره څارنه کوي

تاجکستان د قاچاق او جعلي اسنادو په اړه د اندېښنې له امله د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم له دغه بهیره د څارنې لپاره شېرخان بندر ته ځیني ټیمونه لېږلي دي.

اسلام‌کلا کې د کارموندنې کمېټه: زرګونه راستانه شوي مو کاري بنسټونو ته د معرفي کولو لپاره ثبت کړي

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې د کارموندنې کمېټې مسوولین وايي چې د دې کمېټې د فعالیت له پیله راهیسې له ایرانه څه باندې پنځه زره راستانه شوي کډوال په دغه مرکز کې ثبت شوي څو هغوی ته د کاري زمینې برابرولو لپاره کاري بنسټونو ته ور وپېژندل شي.

المان ۸۱ افغان پناه‌غوښتونکي په یوه الوتنه کې کابل ته راولېږل

د المان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناه‌‌غوښتونکي‌ یې له دغه هېواده ایستلي او کابل ته‌ یې لېږلي دي؛ بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او په دې برخه کې یې د قطر له دولته د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

مسوولین: اسلام‌کلا بندر کې کډوالو ته هره ورځ ۷۵۰۰ وړیا سیم‌‌کارتونه وېشل کېږي

د هرات د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اسلام‌کلا بندر کې راستنو شوو کډوالو ته د مخابراتي شرکتونو له لوري هره ورځ شاوخوا ۷۵۰۰ سیم‌کارتونه په وړیا ډول وېشل کېږي.

نور راپورونه