منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۹ راپورونه

راپورونه

غړي

ښار جوړولو وزارت: ۳۰ ولایتونو کې د اجباري راستنو شوو کورنیو لپاره ۴۸ ښارګوټي جوړ شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول راستنو شوو کورنیو ته یې ۴۸ ښارګوتي جوړ کړي او دغه راز یې په نهو ولایتونو کې راستنو شوو بې‌وزله کورنیو ته ۲۸ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

غړي

«روان کال د ايران سرحدي سیمو کې ۳۰ زره او ۸۲۰ غیرقانونی افغان ګډوال نيول شوي»

د ايران د خراسان رضوي انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي ویلي چې د روان کال له پيله د لېندۍ میاشتې تر پايه په ګډو پولو کې ۳۰ زره او ۸۲۰ غیرقانونی افغان ګډوال دغه هېواد ته له داخلېدو مخکې نيول شوي او بېرته افغانستان ته ورګرځول شوي دي.

غړي

د افغانستان سفارت: افغان کډوال هېڅ‌ کله پاکستان کې په سیاسي او جنايي فعالیتونو کې ښکېل نه وو

پر افغان کډوالو د محدویتونو زیاتېدو په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په دوام، په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کوي.

غړي

د ایران – پاکستان پر پوله د افغان کډوالو مرګ‌ژوبلې څېړنې لپاره د ټاکل شوي پلاوي موندنې

د ا.ا مرستیال ویاند وايي، د ټاکل شوي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو چاودنې او ډزې شوې چې تر اوسه پورې دوه مړي او ۳۴ عیني شاهدان چې ټپیان هم په کې دي، هېواد ته را انتقال شوي دي.

نور راپورونه