م.م: ایران کې د افغان کډوالو د وژلو راپورونو په اړه دې رڼه څېړنه وشي
د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونو په اړه، یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي غبرګونونه ښودلي او په دې تړاو یې د بشپړې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې.…
د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونو په اړه، یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي غبرګونونه ښودلي او په دې تړاو یې د بشپړې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې.…
د ایران د بشري حقونو سازمان "حالوش" ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کې ویلي، ا.ا هوډ لري چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي خو باید داسې ګډه تګلاره رامنځته شي چې دغه پروسه په باعزته ډول ترسره شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، درې افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې ۱۳۳ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکرهلیک لاسلیک کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي، خو ایران کې دننه حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۴۴۷ زره ډالرو په ارزښت د دوو هوکړهلیکونو د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خوست کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله بېځايه شوې کورنۍ له حکومت او مرستندويه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ننګرهار کډوالو چارو رياست وايي، که څه هم اوسمهال له پاکستانه د کډوالو راتګ کم شوی خو په عمري لنډمهالي پنډغالي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټول امکانات برابر شوي دي.
په کابل کې د جاپان سفیر د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره به یې د هېواد مرستې دوام ولري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې له ګاونډیو هېوادونو له افغان کډوالو سره د نېک چلند غوښتنه کړې چې په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده شکایت لري او ایراني چارواکو ویلي چې بېاسناده افغانان وباسي.
د بلوچستان د هرنایي سیمې د شاهرګ د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله پنځه افغان کارګر مړه شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له زندانونو د ۲۱ زدهکوونکو په ګډون ۴۴ افغانان خوشې شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وايي، ټول هغه کسان به سخت مجازات شي چې ځوانان په قاچاقي او غيرقانوني لارو نورو هېوادونو ته بيايي.
د بلخ ولایت یو شمېر ولسوالیو کې ۱۲۵ راستنو شوو کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۶ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیله تراوسه پورې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه ۱۱۵۱ افغان ماشومان رد مرز شوي دي.
شپېګل ورځپانې راپور ورکړی، اسلامي امارت هغه ۲۸ افغان کډوال چې یوه اونۍ مخکې له جرمني را ایستل شوي وو، کابل کې په ضمانت خوشې کړي دي.
د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د واده مراسمو پر مهال اخ و ډب کې څلور مېلمانه او پنځه پولیس او د فرانسې په پاریس ښار کې د افغانانو خپلمنځي شخړه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.