المان د افغانانو منلو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیلوي
د المان فدرالي حکومت په پام کې لري چې د افغانانو منلو او لېږدولو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیل کړي.
د المان فدرالي حکومت په پام کې لري چې د افغانانو منلو او لېږدولو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیل کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۳۸۸ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د یونان په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۸ افغان او پاکستاني کډوال هم مړه شوي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او د پاکستان حکومت دې نور د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیون افغانان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو…
د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالو نړۍوالۍ ورځې په مناسبت په خپل یوه راپور کې له پاکستانه غوښتي چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورونه ودروي. ياد سازمان دغه راپور…
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د انساني قاچاق پر مخنیوي او له قاچاقکوونکو سره د شریعت په رڼا کې پر حساب د ټینګار ترڅنګ وایي، بهر ته تللي افغانان کولی شي چې په ډاډه…
د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلالالدین محمد بلخي ښارګوټي کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۵۲۸ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د کډوالو چارو اتشو لپاره د ۳۵ ځایي کارکوونکو د ګومارلو خبر ورکړی دی.
په واشنګټن کې د فلیپین سفیر وایي، ددغه هېواد د مشرانو جرګه د امریکا پر هغه وړاندیز بحث کوي، چې غواړي زرګونه افغانان په دغه هېواد کې لنډمهاله مېشت کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۷۷۹ نور افغان کډوال له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۳۱۸ کسان د مرستې ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، له ایران سره د شوې هوکړې له مخې نن ۱۸۰ نور افغانان د دغه هېواد له زندانونو ازاد او اسلامي امارت ته وسپارل شول.
په امریکا کې د افغانانو د لېږد ایتلاف مشر وایي، د امریکا متحده ایالتونو حکومت له افغانستانه پر شرایطو برابرو افغانانو د ایستلو بهیر له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې غځوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.
په غزني کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله له بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر کورنۍ د دغه ولایت مرکز ته ورکډه شوې…
د بلخ د کډوالو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د کډوالو او داخلي بېځایه شوو کسانو د تصفیې، سرشمېرنې او د مستحقو بېوزلو د تثبیت بهیر پیل کړی دى.
په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت پلاوي د پاکستان د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره د نیول شوو افغانانو پر خوشي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. په اسلاماباد کې د…
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۳۰۵۵ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
ایاواېم وایي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې څه باندې ٣.٥ میلیون افغانان بهر ته کډوال خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۵ افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی او ویلي، په دغه هېواد کې د نورو افغان بندیانو خلاصون په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایرانه ۲۱۰۶ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.