منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوله

۶۳۰ راپورونه

راپورونه

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

تېره اونۍ ځينو بنسټونو افغانستان کې د نجونو د حقونو په اړه اندېښنې وښودې، روسيې ویلي، په منځنۍ اسیا کې د سولې لپاره له ا.ا سره خبرې اړینې دي، افغان چارواکو یې هرکلی کړی او امریکا له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودلې، خو ا.ا وايي، له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.

غړي

تېره اونۍ افغانستان کې دوو پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

تېره اونۍ، ا.ا وویل د ځینو بریدونو عاملین چې له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو، نیول شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې وویل چې دا فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.

پژواک تېره اونۍ افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی

تېره اونۍ ځينو هېوادونو افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې وښودې، ا.ا وویل، افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي، مسکو، چین، ایران او پاکستان بیا ټینګار وکړ چې له ا.ا سره د خبرو بدیل لار نشته خو امریکا وایي، ا.ا هغه مهال نړۍوال مشروعیت ترلاسه کولای شی چې پر ژمنو عمل وکړي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي وو

تېره اونۍ، امنیت شورا کې له ا.ا سره پر تعامل ټینګار وشو، روزا اوتونبایوا وویل چې د دوحې ناسته له کابل سره د نړۍ د تعامل ښه فرصت و خو ځینو کړنو دا پروسه زیانمنه کړه. ا.ا بیا وایي، م.م باید د افغانستان حقایق په پام کې ونیسي او اوسنی وضعیت دې له تېر سره پرتله کړي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

تېره اونۍ، افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل شو، ځاځي میدان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او اروپايي ټولنې، ناروې او بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۳۵.۸ میلیون ډالره مرسته وکړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو

تېره اونۍ م.م له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ، قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل او د امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه وښوده، خو روسیې، چین او الجزایر په دې اړه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ، لوړپوړو افغان چارواکو درېیو هېوادونو ته سفرونه وکړل، د امربالمعروف قانون په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې، اوای‌سي د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه د ا.ا پر پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه وکړه او اروپایي ټولنې او جاپان له افغانستان سره ۲۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ، متحده عربي‌ اماراتو او قزاقستان، افغان سفیران ومنل، افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز ولګول شو، م.م وویل، د ا.ا بندیزونو ښځې اغېزمنې کړې خو افغان چارواکو وویل چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو

تېره اونۍ، د ازبکستان، اذربایجان او ایران پلاوي کابل ته راغلل، ا.ا ټینګار وکړ چې د پاکستان د الوتکو له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض څېړي، یونسکو وویل چې ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ، نړۍوالو ادارو وویل چې په څه کم پنځو کلونو کې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي او افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره ګواښ دی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې بې‌ځایه وبللې او ایران کې د یوه افغان کډوال د شکنجې ویډیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و

تېره اونۍ، بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د ۱۴ استازولیو قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل، ورپسې د څلورو استازولیو وېب‌پاڼې بندې شوې، بېلابېلو افغان چارواکو د دیني او عصري زده‌کړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ا.ا د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه بې‌ځایه وبلله.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان وو

تېره اونۍ اسټرالیا وویل چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي، د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه او د کار ملي کنفرانس کې ۱.۴ میلیون کسانو ته د کارموندنې ژمنه وشوه.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ، روسیې د دوحې ناسته د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده رول لپاره مهمه وبلله، امریکا وویل چې استازي یې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانالرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته ګډون په کې کوي او د ا.ا ویاند وایي چې دې ناستې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ورځي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ، ا.ا د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه، یوناما دغه ناسته د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره حیاتي میکانیزم وباله او م.م د افغانستان په اړه دوه راپورونه خپاره کړل، خو ا.ا له حقیقته لرې وبلل.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

تېره اونۍ، پنځو سرپرست وزیرانو بهرني سفرونه لرل، م.م پر څلورو افغان چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړل، روسیې یو ځل بیا له ا.ا سره د اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او قزاقستان ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ، مولوي عبدالکبیر د م.م له چارواکو سره په ليدنه کې هیله ښودلې چې د دوحې ناسته کې د ګډون په اړه د ا.ا دریځ ومنل شي، م.م ویلي دغه ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو او تعامل عادي کولو غوره فرصت وي، سیګار ا.ا د مرسته‌کوونکو په چارو کې پر لاس‌وهنې تورن کړ، خو ا.ا رد کړه.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان وو

تېره اونۍ، بامیانو کې د ناپېژانده وسله‌والو برید کې د اوو بهرنیانو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ‌ژوبله واوښته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې وشوې، کابلوف وویل چې ا.ا د روسیې دښمن نه دی او ا.ا ته د «همالیا ټرانس فورم» په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي کابل ته راغلي وو، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا له ا.ا څخه د نجونو زده‌کړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ، کابل ته د بهرمېشتو افغانانو یو پلاوی راغی، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده، واشنګتڼ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ، ا.ا وویل، د ښځو حقونه تامین دي او ایراني چارواکو ټینګار وکړ چې په هېواد کې یې د ا.ا مخالفینو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان وو

تېره اونۍ ځينو نړۍوالو بنسټونو او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ، روسیې ويلي، د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوي او ا.ا وايي، د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو

تېره اونۍ درېیو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۸،۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او پاکستان وویل چې د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ پيلوي، خو دغه هوډ د نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.

نور راپورونه