کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): تېره اونۍ، کابل ته د بهرمېشتو افغانانو یو پلاوی راغی، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده، واشنګتڼ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ، ا.ا وویل، د ښځو حقونه تامین دي او ایراني چارواکو ټینګار وکړ چې په هېواد کې یې د ا.ا مخالفینو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

تېره اونۍ ۱۷۴۵ افغان کډوال په زور له پاکستانه راایستل شوي

بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې ده

ا.ا: د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره چمتووالی لرو

واشنګټن: ا.ا دې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي

حنفي: چا ته اجازه نه ورکوو چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي

مرتضوي: ایران کې د ا.ا مخالفین د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د خلکو غوښتنې د ا.ا تر چارواکو رسوو

مرګژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، بدخشان کې لاسي بم چاودنې له امله يو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو سپینږیری ټپي شوی، کندهار کې هم د یوې زړې مرمۍ او یوې سرګلولې چاودنو له امله يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، سرپل کې د کورنۍ شخړې له امله يوه کس خپل باجه وژلی او دوه د ترور زامن يې ټپیان کړي او کاپيسا کې هم د کورني خصومت په پایله کې دوه ښځې په ډزو وژل شوې دي.

یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.

له پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ دوام

د راپورونو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ د تېرې وري میاشتې په ۲۶مه پیل شوې او کېدای شي په دې پړاو کې پاکستان شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې تېره اونۍ ۱۷۴۵ افغان کډوال په زور له پاکستان راایستل شوي دي.

د افغان کډوالو راایستلو د دغه پړاو له پیل سره سم، تېره اونۍ، د بېپولې ډاکټرانو سازمان (اماېساېف) ويلي، په جدي ډول د هغو افغانانو په اړه اندېښنه لري چې له پاکستانه افغانستان ته ایستل کېږي.

سرچينې زياته کړې چې ډېری دغه افغانان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي او له بېوزلۍ ځورېږي.

دغه راز، د ماشومانو ژغورنې بنسټ هم اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې له پاکستانه د راایستل شوو کورنیو ډېری ماشومان پوره خوړو، زدهکړو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.

ملګرو ملتونو بيا په یوه تازه راپور کې ویلي، اړتیا ده چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ډېر شمېر د کډوالو ستنولو له امله له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.

د افغانستتان د کډوالو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني رسنيو ته ویلي: «وروستيو کې چې کوم ضرب الاجل اعلان شوی، د بعضو رسنیو له لارې نه، دغه ضرب الاجل رسمي نه دی؛ تر اوسه په پاکستان کې هم حالت عادي دی او کومې کورنۍ چې افغانستان ته راستنېږي هم د پخوا په څېر عادي حالت کې راستنېږي؛ په دې کې کوم زياتوالی نه دی راغلی.»

هغه زياته کړې، اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي چې افغانان باید د يو ګډ ميکانيزم او تفاهم له لارې راوایستل شي.

د ده په وینا، اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره پوره چمتووالی لري.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور راایستل شوي دي.

د ښځو حقونه

تېره اونۍ، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ودانټ پټیل یو ځل بیا له کابله غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. هغه ویلي که کابل دغه مسئله جدي ونه ګڼي، د افغانستان سرپرست حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانټ پټیل ویلي: «د افغان ښځو او نجونو لپاره مساوي حقوق لا هم په افغانستان کې زموږ د تګلارې یو مهم اصل دی او موږ په منظم ډول له طالبانو سره د اړوندو چینلونو له لارې تکراروو چې یوازې هغه وخت کولای شي مشروعیت ترلاسه کړي چې د افغانستان نیمايي نفوس چې په ټولنه کې له ونډې او اقتصاد څخه بې برخې شوی، د افغانستان په ټولنه او اقتصاد کې برخه واخلي، که نه دا به ناشونې وي.»

خو اسلامي امارت له دې وړاندې ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې رعایت شوي دي.

دغه راز، د امر بالمعروف، نهېعن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي د بهرمېشتو افغانانو له پلاوي سره په ليدنه کې ویلي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ښځو حقونه تر پښتو لاندې کړي.

حنفي دغه څرګندونې کابل ته د بهرمیشتو افغانانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلي پلاوي ويلی، د اسلامي امارت له چارواکو سره يې د اصلي خبرو موخه د نجونو پر مخ د زدهکړو د تړلو دروازو پرانیستل، په هېواد کې د یوه ټولمنلي نظام او مسلکي حکومت رامنځته کېدل او د هېوادوالو اقتصادي ستونزو او د افغان کډوالو کړاوونو ته رسېدنه ده چې بشپړ مسوولیت او امانتداري یې د هېوادوالو غوښتنې، هيلې او اندېښې د ا.ا تر چارواکو رسولي دي.

مرتضوي: ایران کې د ا.ا مخالفین د سیاسي فعالیت اجازه نه لري

تېره اونۍ، په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.

دغه راز، مرتضوي د وروستیو نړۍوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ او بهرني سیاست د ستاینې او د کابل او تهران د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي څو د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.