بيارغونه
راپورونه
د نورستان په نورګرام کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو کار پیل شو
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په بړهګوش سیمه کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د هسکې مېنې خلک په شخصي لګښت یو پل رغوي
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له لوري په شخصي لګښت، د يوه مهم پل د بيارغونې کار پيل شو.
مولوي منصور: د نورستان د کله ګوش بند به ۸۰ میګاواټه برښنا تولید کړي
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د لغمان د شاهي کانال د رغولو چارې به ډېر ژر پیل شي. ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو او…
د کابل ښار کمپنۍ چوک بیت المقدس ته په ورته شکل مزین شو
کابل ښاروالۍ د اسلامي او تاریخي ارزښتونو ساتلو او د فرهنګي میراثونو د بډاینې په موخه د کابل په کمپنۍ چوک کې بیت المقدس ته ورته ګومبزه جوړه کړې ده.
خلک د بادغیس له مرکزه ولسوالیو ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکایت کوي
د بادغیس د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته دې برخې ته پاملرنه غواړي.
حکومت: برښنا شرکت دې د چک بند د پاتې کارونو سروې بشپړه کړي
د حکومت اقتصادي کمېسیون د افغانستان برښنا شرکت ته دنده وسپارله، چې د وردګو «د چک برېښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې راتلونکې غونډې ته…
د شبرغان ښار اوسېدونکو د حلقوي سړک د جوړېدو کار د بشپړېدو غوښتنه وکړه
د شبرغان ښار اوسېدونکي د دې ښار د حلقوي سړک د جوړېدو له چارو چې اته کاله وړاندې پیل شوې وې او لا هم نه دي بشپړې شوي، شکایت کوي او له سرپرست حکومته یې د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي د مزارشریف ــ سرپل سړک بیارغولو غوښتنه کوي
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د مزارشریف ــ سرپل لاره له کلونو راهیسې ویجاړه شوې چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د بگرامیو نساجي سړک د جوړېدو پاتې چارې پیل شوې
د کابل ښاروالۍ له لوري د بګرامیو نساجي سړک پاتې چارې پیل شوې.
د غور خلک: که د ضحاک تاریخي کلا ونه رغول شي، پر کنډواله بدلېږي
د غور ولایت اوسېدونکي وایي، د ضحاک تاریخي کلا د تېر حکومت د بې پامۍ له امله د ویجاړېدو له خطر سره مخ ده؛ که پاملرنه ورته ونه شي نو په بشپړ ډول به پر یوې کنډوالې بدله شي.
یونیسف په اروزګان کې د زده کړو ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي
په اروزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF ولایتي مسوول وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي چې زرګونو ماشومانو ته به په کې د زده کړو زمینه برابره شي.
برېښنا شرکت: تر څو ساعتونو به د کابل او نورو ولايتونو برېښنا بېرته ونښلول شي
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له دوو تخريب شوو پايو د يوې جوړولو چارې بشپړې شوې او په څو ساعتونو کې به د کابل او نورو ولايتونو برېښنا بېرته ونښلول شي.
د نورستان په وانټ وایګل کې ۱۰ کیلومتره خام سړک د خوراکي توکو بدل کې جوړېږي
د نورستان په وانټ وایګل ولسوالي کې ۱۰ کیلومتره خام سړک د خوراکي توکو په بدل کې جوړېږي چې د سیمې سلګونه اوسېدونکي په کې په کار بوخت دي.
د غور خلک په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې د کار بېرته پیل غواړي
د غور اوسېدونکي له حکومته د فېروزکوه لمریزې برېښنا د نیمګړې پاتې پروژې- چې د مخکني حکومت له خوا یې کار پیل شوی و- د بشړېدو غوښتنه کوي.
په سویلي سالنګ کې د برېښنا یوه ویجاړه شوې پایه ورغول شوه
د برېښنا شرکت ویاند وایي، په سوېلي سالنګ کې د برېښنا یوه ویجاړه شوې پایه بېرته ورغول شوه او پر دویمې یې کار پیل شوی دی.
ننګرهارکې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د يوې شبکې چارې پيل شوې
ننګرهار ولایت کې د لس ميليونه افغانيو په مالي لګښت د اوبو يوې شبکې د جوړونې چارې پيل شوې.
په میدان وردګو کې یو صنعتي پارک ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت «کوتل تخت صنعتي پارک» چارې په بشپړېدو دي او راتلونکې اوونۍ ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي.
موټر چلوونکي د کابل- ګردېز ټرانزیټي لارې د ویجاړو پلونو د بیا رغولو غوښتنه کوي
د کابل- ګردېز لویې لارې موټرچلوونکي وايي، د تېرو جګړو او ماین چاودنو له امله د دې لارې ګڼ پلونه ویجاړ شوي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي او ډېر مهال د ترافیکي پېښو لامل کېږي.
د اروزګان اوسېدونکي د «اغا جان بند» جوړولو غوښتنه کوي
د اروزګان اوسېدونکي د «اغا جان بند» د جوړولو غوښتنه کوي او وايي په دې برخه کې دې د هغوی د کلونو انتظار ته د پای ټکی کېښودل شي.

























