ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي منصور: د نورستان د کله ګوش بند به ۸۰ میګاواټه برښنا تولید کړي

مولوي منصور: د نورستان د کله ګوش بند به ۸۰ میګاواټه برښنا تولید کړي

author avatar
19 May 2022 - 23:59
مولوي منصور: د نورستان د کله ګوش بند به ۸۰ میګاواټه برښنا تولید کړي
author avatar
19 May 2022 - 23:59

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱) : د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې د لغمان د شاهي کانال د رغولو چارې به ډېر ژر پیل شي.

ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور پرون ناوخته د نورستان د کله ګوش بند او د لغمان شاهي کانال کتلی دی.

هغه ویلي،  چې شاهي کانال د دوی د پروژو د تطبیق په لومړي سرکې ځای لري او ډېر ژر به یې بودجې ته په کتو د لومړۍ برخې چارې بیا پیل شي.

د اوبو او برېښنا وزیر د نورستان کله ګوش سیمه د بند جوړېدو لپاره یوه مهمه نقطه وبلله او زیاته یې کړه  “د دې بند په جوړېدو سره به ۸۰ میګا واټه برېښنا تولید شي او دا هم زموږ په راتلوونکو پلانونو کې شامله پروژه ده”.

په همدې حال کې د لغمان والي وویل چې شاهي کانال او کله ګوش د لغمان لپاره لویې او با ارزښته پروژې دي، هیله ده چې کارونه یې ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده چې شاهي کانال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د شاهي سیمې څخه سرچینه اخلي او د لغمان د مرکز په ګډون تر سرخکانو رسېږي چې (۳۳) کیلو متره اوږدوالی لري او شاوخوا ۲۵ زره هکتاره شاړه ځمکه به خړوبه کړي.

Visits: 444

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.