فراه کې ۳۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پرون ۳۸۰ کورنیو ته د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پرون ۳۸۰ کورنیو ته د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدانوردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند چک برېښنا بند او فابریکې د بیارغونې چارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۴ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سېمه ییز مسوولین وایي، د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ولایت مقر ولسوالۍ څخه ناوې ولسوالۍ ته د غځېدلي ۶۲ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خوست ښار کې د نږدې ۲۰ ميليونو افغانیو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي چې په کندوز او غزني ولایتونو کې اووه پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ د دارین سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۱۰۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د پنځه چکډیمونو د جوړیدو عملي چارې پيل شوې.
سمنګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د موسمې سېلابونو د مخنیوي، د باران د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا په موخه د رباتک چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په دويم پڼډغالي کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره په پاخه ډول د ۷۰ کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت یو سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په بلخ او لغمان ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو سړکونو د پخولو او درېیو سړو خونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د بلخ په چمتال او بلخ ولسوالیو کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو شپږو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
خوست کې د ۲۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک او لغمان کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز جوړېدو چارې پيل شوې.
د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د دوو سړکونو پخولو چارې پيل شوې.
خوست په ملکي هوايي ډګر کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرحدي پوليسو لپاره جوړه شوې ودانۍ او په دغه ښار کې د یوه مليپانګوال له لوري جوړ شوی جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNCHR) له لوري په مرکز پلعلم کې یوه روغتیايي مرکز ته ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په ریچلام سیمه کې د نورستان - کونړ لویې لارې ساتنې په موخه د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰۰ متره اوږد استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې.
جوزجان کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د ۱۷ کیلومټره سړک د بیارغولو چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې پروژه کې څه باندې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
فراه کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز دویمې ناحيې مربوطاتو کې د سیدمیر عجب اغا په نوم د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه نړېدلي پله د بیارغولو چارې پيل شوې.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې پرون د دوو روغتيايي کلینیکونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په کمپنۍ کې د مېوې او سبزي یو مارکېټ چې د کابل ښاروالي له لوري یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول شوی و، پرانیستل شو.