«په ټول هېواد کې د شپږ زرو بېلابېلو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي»
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په ټول هېواد د ولسي تړون پروګرام او نورو نړۍوالو ادارو اړوند د شپږ زرو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په ټول هېواد د ولسي تړون پروګرام او نورو نړۍوالو ادارو اړوند د شپږ زرو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.
د زابل مرکز کلات شمال لور ته په ارغنداب ولسوالۍ کې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ښاروالۍ رياست له خوا د شپې له طرفه د ښار د عمومي سړکونو او جادو روښانه کولو په موخه د څراغونو پایو نصبولو لړۍ پيل شوه.
د لغمان د حج او اوقافو ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې د ۳ اعشاریه ۵ میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او د لمونځ کوونکو پرمخ پرانېستل شو.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې مسوولین د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو لګولو یوه کانال د استحکام چارې پیلېدو خبر ورکوي.
د زابل په شاهجوی، شینکۍ او میزانې ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو درېيو بندونو د جوړېدو کار پيل شو.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په نالجبرګر سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د هلکانو د یوه منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ په جوی نو سیمه کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز جوړولو چارې بشپړې شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په کابل په پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د عبدالله بن مسعود په نوم د تخصصاتو ریاست ودانۍ پرانیستل شوه.
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO ) د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس عامالمنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په جوزجان ولایت کې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره یې ۳زره زدهکوونکو ته په معیاري ښوونیز چاپیریال کې د زدهکړې زمینه برابرېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د عامه شتمنیو د رامنځته کولو پروژه پرانیستل شوه چې په بشپړېدو سره به يې کابو ۱۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې…
د ټولګټو وزارت په تېر یو کال کې په ۱۷ ولایتونو کې د سلګونه کیلومتر سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو له بیارغولو او د ۳۲ تلو له نصبولو خبر ورکوي او وایي چې د شمالي او سوېلي سالنګ ۳۰ کیلومتره سړک جوړولو ته چمتووالی لري.
په زابل کې د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې چې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د سرپل د پوهنې رییس وایي، په دغه ولایت کې د ۴۰۹ ښوونځيو له ډلې ۲۸۶ یې ترمیم ته اړتیا لري.
د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې چې د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره پر نړۍواله کچه لابي کوي. ددغه شرکت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي…
د لغمان چارواکي وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د دوو نورو پروژو کار پيل شو.
د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د میانکو په نوم د اوبو زېرمه کولو د یوه بند جوړولو چارې - چې پنځلس میاشتې مخکې پیل شوې وې- بشېړې شوې.
د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په میرامور او خدیر ولسوالیو کې د ۱۲۰۰ کورنیو لپاره ۱۰۴ واټرپاینټ (د څښاک اوبو ذخېرې) جوړې شوې او تېره ورځ ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د فراه په مرکز کې د نږدې ١٢ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست او پلعلم ښاروالۍ له خوا په ګډه د پلعلم ښار له «هونيسفلی» تر «بابوس» سیمې د دوه کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي وایی، د «اسپوک» کلي د ښوونځي ودانۍ جوړولو کار یې د یوه بهرني بنسټ په همکارۍ بشپړ کړی دی.
د کندوز ځيني اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، له څو کلونو راهیسې د خلم ـ کندوز سړک کار درېدلی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په جلالاباد ښار کې د ۵۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.