ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د عامه شتمنیو د رامنځته کولو پروژه پرانېستل شوه

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د عامه شتمنیو د رامنځته کولو پروژه پرانېستل شوه

author avatar
4 Sep 2022 - 18:16
د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د عامه شتمنیو د رامنځته کولو پروژه پرانېستل شوه
author avatar
4 Sep 2022 - 18:16

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د عامه شتمنیو د رامنځته کولو پروژه پرانیستل شوه چې په بشپړېدو سره به يې کابو ۱۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي او نږدې ۲۰ زره کورنۍ به له ګټو څخه یې برخمنې شي.

دغه مطلب د ياد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې بیان شوی او ويلي يې دي چې یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د کابل منځني سیندیزې فرعي حوزې د رئیس مولوي ولي محمد تائب، د خاکجبار ولسوال او د یادې ولسوالۍ د قومي مشرانو په شتوالي کې پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.

سرچينه زياتوي، دا پروژه چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د سېلابونو د کنټرول، د باران اوبو د جمع کولو او مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره پیل شوې ده، د باران اوبو د جمع کولو څلور لوي حوضونه او ۱۸۰ کوچني حوضونه جوړول، د ۴۰۰ متره په اوږدوالي سره د اوبو لګولو یو کانال او د واټر شیډونو جوړول په کې شامل دي.

سرچينه کاږي، یاده پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې پلې شي چې د ۶۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه رامنځته شي او د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته به کابو ۱۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي، چې په غیر مستقیم ډول به نږدې ۲۰ زره کورنۍ ترې برخمنې شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوړو نړیوال سازمان(WFP)  له خوا تمویلیږی او د خاکجبار ولسوالی په بېلابېلو ولسوالیو کې د شلتر فارلایف موسسې  (SFL)له خوا پلې کېږي.

خاکجبار د کابل سوېل ختيځ لور ته پرته ولسوالۍ ده.

Visits: 270

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.