د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال سازمان نن د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

























