ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د ۴ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړ شو

د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د ۴ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړ شو

author avatar
3 Aug 2022 - 19:03
د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د ۴ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړ شو
author avatar
3 Aug 2022 - 19:03

جلال اباد (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلو متره په اوږدوالي يو نوی کليوالي سړک جوړ شو.

د دغه سړک کارونه شپږ مياشتې وړاندې پيل شوي وو او نن د زمري په ۱۲مه د خلکو پر مخ پرانېستل شو.

د ننګرهار ولايت د ټولګټو چارو رييس مولوي قسمت الله مبارز په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وويل، د لعلپورې ولسوالۍ د رېنا پارچاو سيمې ته پخوا هېڅ سړک نه و ورغلی چې اوس ورته ۱۷ کيلو متره نوی سړک جوړ شو.

دی وايي، د دغه سړک پر جوړېدو ۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې په خام ډول جوړ شوی خو په راتلونکي کې به د بوديجې پيدا کېدو په صورت کې په پاخه ډول ورغول شي.

بل خوا د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي امين الله وويل، ولايت مقام او ټولې ادارې ژمنې دي چې ټولو ولسواليو ته يو شان رغنيز او نور خدمتونه وړاندې کړي.

هغه ولس ته ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به په ټولو دولتي پروژو او کارونو کې متوازن انکشاف او متوازنې ونډې ورکوونې ته زياته پاملرنه کېږي.

د سيمې خلک خوښ دي چې په لومړي ځل يې سيمې ته سړک ورځي او وايي، د سړک نه موجوديت له امله يې ډېر ناروغان روغتون ته د تګ پر لاره مړه شوي دي.

د رېنا پارچاو سيمې يو اوسېدونکي او قومي مشر ملک انور خان د دغه سړک په جوړېدو خوښي وښوده او د لا نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د هغه په خبره يادې سيمې ته په تېرو شلو کلونو کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او خلک يې د روغتيا، زده کړو، بيارغونې، کرنې او نورو برخو کې وروسته پاتې دي.

د يادولو وړ ده چې رېنا پارچاو سيمه د ډېورنډ فرضي کرښې سره نږدې پرته  ده چې هاوخوا د کوزې پښتونخوا له پلوڅۍ سيمې سره نښلېدلې ده.

Visits: 140

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.