ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د «ابادۍ» په نوم د کانال جوړېدو چارې پیل شوې

بلخ کې د «ابادۍ» په نوم د کانال جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
5 Aug 2022 - 12:18
بلخ کې د «ابادۍ» په نوم د کانال جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
5 Aug 2022 - 12:18

مزارشریف (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): شمال کې د سویډن کمېټه د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۱.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره د «ابادۍ» په نوم د اوبه لګونې یو کانال جوړوي.

په شمال کې د سویډن کمېټې مسئولین وایي، دغه کانال چې ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، په کېندلو سره به د دولت اباد ولسوالۍ شاوخوا ۸۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه او له ۲۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به ترې په مستقیمه توګه ګټه واخلي.

د دغې پروژې مسئول انجنير ادریس امیري وایي، د دغې پروژې له بشپړېدو سره به د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي او د دولت اباد ولسوالۍ کابو ۸۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.

دی زیاتوي، د ابادۍ په نوم دغه کانال به د ۱.۵ کیلومتره اوږدوالي سره د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او د بشپړېدو چارې به یې د روان کال د لړم میاشتې تر پایه پایته ورسېږي.

په همدې حال د دولت اباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغه کانال له جوړېدو خوښي څرګندوي او په دغه ولسوالۍ کې د اوبو له نشتوالي او وچکالۍ سرټکوي.

حاجي خان محمد د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی د وچکالۍ او اوبو د نشتوالي په اړه وایي: «د غویي له میاشتې را وروسته خلکو د اوبو څاڅکی لیدلی نه دی، تاسې وګورئ ویالې ټولې وچې دي او اوبه بېخي درک نه لري.»

بلخوا د دولت اباد ولسوال مولوي کمال الدین زاهد وایي، د دولت اباد ولسوالۍ خلکو د وچکالۍ او تېرو ناامنیو له امله بدې ورځې تېرې کړي او اوس له مرستندویه ټولنو او موسساتو غواړي چې د دغو خلکو لاسنیوی وکړي.

دی زياتوي: «د دولت اباد خلک ډېرې ستونزې لري، هغه سیمه کې اوسېږي چې وچکالي په کې تر نورو سیمو زیاته ده او دغې چارې یو شمېر کورنۍ اړ کړې تر څو نورو سیمو ته کډه وکړي.»

د دولت اباد ولسوالۍ ډېری خلک په کرنيزو چارو بوخت دي چې وروستیو وچکالیو یې اقتصاد زیانمن کړی دی.

د دغې ولسوالۍ ډېری خلک دا مهال د لمریزو څاه‌ګانو په اوبو خپلې ځمکې اوبه کوي.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.