ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاروالي: روان کال په ښار کې ۵۴ پراختیایي پروژې پلې کېږي

د هرات ښاروالي: روان کال په ښار کې ۵۴ پراختیایي پروژې پلې کېږي

author avatar
3 Aug 2022 - 14:07
د هرات ښاروالي: روان کال په ښار کې ۵۴ پراختیایي پروژې پلې کېږي
author avatar
3 Aug 2022 - 14:07

هرات (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د هرات ښاروالي وایي، هڅه کوي چې په روان کال کې د ښار د ښکلا او د دغه ولایت په کچه د مهمو خدماتو وړاندې کولو په موخه ۵۴ پراختیايي او زیربنايي پروژې پلې کړي؛ له بلې خوا خلک هم د ښاروالۍ له خدماتو خوښ دي.

د هرات ښاروال حیات‌الله مهاجر فراهي له پژواک خبري  اژانس سره په خبرو کې وویل، دغه اداره هڅه کوي چې په روان کال کې په دغه ښار کې لږ تر لږه ۵۴ پراختیایي پروژې پلې کړي.

نوموړي وویل: «تر اوسه د ۳۲ پراختیایي پروژو تخنیکي کارونه بشپړ شوي او اعلان ته تللي چې له دې ډلې د نږدې ۱۵ بېلابېلو پراختیایي پروژو کارونه عملاً پیل شوي دي.»

د هرات ښاروال ټینګار کوي چې د ښار په کچه د ټولو پراختیایي پروژو بودجه د یادې ادارې له خوا ورکول کېږي.

په دغه حال کې، د هرات ځيني اوسېدونکي د دغه ولایت د ښاروالۍ له فعالیتونو خوښ دي او د قناعت وړ یي بولي، زیاتوي چې د دغه ښار بڼه له پخوا څخه بدله شوې ده.

د هرات یوه اوسېدونکي منصور علي‌زي پژواک ته وویل: «د هرات ښاروالۍ د ښار په پاکولو او صفايې کې هڅه کړې او ګټور فعالیتونه یې ترسره کړي دي.»

د هغه په باور، په تېرو څو میاشتو کې د هرات ښاروالۍ فعالیتونه بې مخینې وو او په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې یې هم مثبت انعکاس درلود.

په ورته مهال د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالرحیم پژواک ته وویل: «د هرات ښاروالۍ د جمهوریت دورې په پرتله تر اوسه په دغه ولایت کې ښه خدمات ترسره کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه د ستاینې وړ دي؛ ځکه په کمه موده کې توانېدلې چې د ښار په بڼه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.

هغه د هرات ښار روښانه کېدل، د تمځایونو جوړېدل، د سړکونو پخول او د سلګونو نورو پروژو پرانیستل د ښاروالۍ د کارونو د بېلګې په توګه یادې کړې.

نوموړي له ښاروالۍ غوښتنه وکړه څو پر هغو سړکونو چې ترافیکي ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده او یا هغه پرچون پلورونکي چې هلته راټولېږي او بې‌نظمي جوړوي، ځانکړي ځایونه ورته په پام کې ونیسي چې هم د غږیزې ککړتیا مخه ونیول شي او هم خلک وکولی شي چې په اسانه تګ راتګ وکړي.

په همدغه حال کې، د هرات ولایت یو مدني فعال هارون بشرمل د ښاروالۍ له وروستیو کارونو د ملاتړ ترڅنګ ټينګار کوي چې باید ځوان کادرونه، اقتصاد پوهان او د نورو برخو مسلکي خلک چې د زېربناو په برخه کې تخصص لري، خپلې طرحې او نقشې د ښار د ښکلا په موخه د هرات له ښاروالۍ سره شریکې کړي، څو ښاروالي د خلکو او متخصصینو په مرسته ښه او دوامداره کار وکړي.

هغه له ښاریانو غواړي چې له ښاري فرهنګ او ادابو په استفادې، قوانین مراعت کړي او د یوه همکار په توګه یو بل ته لاس ورکړي او د خپل ښار په لا پاکوالي کې برخه واخلي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.