ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز اوسېدونکي د کندوز ـ خلم سړک پروژې بشپړولو غوښتنه کوي

د کندوز اوسېدونکي د کندوز ـ خلم سړک پروژې بشپړولو غوښتنه کوي

author avatar
23 Aug 2022 - 17:28
د کندوز اوسېدونکي د کندوز ـ خلم سړک پروژې بشپړولو غوښتنه کوي
author avatar
23 Aug 2022 - 17:28

کندوز (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د کندوز ځيني اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، له څو کلونو راهیسې د خلم ـ کندوز سړک کار درېدلی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندوز – خُلم سړک – چې ۱۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري – د پروژې کار په ۲۰۱۲ کال کې د المان دولت په مالي ملاتړ پیل شوی و چې ۵۸ کیلومتره یې قیر شوی، خو د درېیمې او څلورمې برخې کارونه یې نیمګړي پاتې دي.

هغوی وایي، که دا پروژه بشپړه شي، له یوې خوا به د کندوز او د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ ترمنځ واټن راکم شي او له بلې خوا به له دغې لارې سوداګریزه راکړه ورکړه هم ډېره شي.

د کندور یو اوسېدونکی امیرالله چې له ۲۲ کلونو راهیسې د چهاردرې ولسوالۍ د «ایرګنګ» له غره څخه کندوز ته ډبرې لېږدوي وایي، د یادې پروژې ډېر کار بشپړ شوی او که دغه لاره ورغول شي نو له دې لارې د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې ستونزې ورسره هواريږي.

هغه وویل: «که موږ یو موټر ډبرې له غره څخه کندوز ته ولېږدو نو ۲۵ لیتره تیل مصرف لري، لاره خرابه ده؛ پر دغې لارې یوازې د یوه یا دوو ولایتونو مسافر تګ راتګ نه کوي بلکې د مزار، سرپل، شبرغان، تخار او بدخشان خلک هم پرې تېرېږي.»

هغه زیاته کړه: «په ژمي او اوړي ستونزې وي؛ ماشومان او ښځې له ستونزو سره مخ دي، د دې لارې ډېر کار شوی، شاوخوا ۷۰ سلنه کارونه یې مخکې تللي؛ خو په دې وروستیو کې ورته پاملرنه ده شوې، له اسلامي امارته غواړو چې د دغې پروژې کار بشپړ کړي.»

د کندوز یو بل اوسېدونکی مولاداد چې درې کاله کېږي د خلم ـ کندوز پر لارې خوراکه فروشي لري،  وویل: «په اوړي کې خاورې، ژمي کې خټې وي، خلک له ستونزو سره مخ دي؛ که دغه لاره جوړه شي، ستونزې به هوارې شي، اوس پر دغې لارې تګ راتګ هم ډېر شوی؛ که د دغې پروژې کار بشپړ شي، خلکو ته به په تګ راتګ او سوداګرۍ کې اسانتیاوې راشي.»

د کندور ځيني نور اوسېدونکي هم د یادې پروژې بشپړېدل غواړي.

په دغه حال کې، د کندوز سیمه‌ییز مسوولین د یادې پروژې د پیلولو پر هڅو ټينګارکوي.

د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله روحاني په دغه ولایت کې د پراختیایي پروژو د بیا پیلولو د هڅو خبره کوي.

هغه پژواک ته وویل: «د اسلامي امارت په راتلو سره هغه ټولې پروژې چې ټولګټې وي، د هغو سروې شوې ځکه هغه خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کوي، پر هغو کار کېږي، اسلامي امارت د پراختیایي پروژو پیلولو ته ژمن دی، که هغه د کندوز – مزار پروژه وي او یا نورې پروژې.»

د کارپوهانو په باور، د یادې پروژې د کار په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کندوز ـ  بلخ ترمنځ واټن راکم شي، له بلې خوا به پر دې لارې سوداګریزه راکړه ورکړه هم ډېره شي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.