د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد اشد ضرورت دي، دا ډګر بايد ډېر پياوړی اوسي او له هر ډول شرایطو سره د مقابلې جوګه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویاندویانو ته د یوه روزنیر سمینار پر مهال رسنۍ د نظام مهمه برخه بللې او ویلي یې دي چې ویاندویان باید له رسنیو او خبریالانو سره نږدې او صمیمي اړيکي ولري.