د هلمند او لوګر دیني مدرسو لپاره څه باندې ۱۱۰۰ ښوونکي ګومارل کېږي
مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.
مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نه ګُنبد (حج پیاده) تاریخي جومات پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغولو غوښتنه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي، چې د غني کولو، علمي او ادبي پراختیا لپاره يې هڅې روانې دي.
د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین په مشرۍ د هېواد د ژبو لا بډاينې او معياري کولو په موخه د ژبو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ ناسته یې ترسره کړه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې زرګونه ټوګه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې لس نوې لرغونې ساحې وپېژندل شوې.
بامیان کې سیمهییز مسوولین دغه ولایت ته د ګرځندویانو تګ راتګ له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ بهرني ګرځندویانو د یاد ولایت له طبیعي جاذبو او لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت یوه اوسېدونکي اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ۱۲ قلمه تاریخي اثار وسپارل.
د پژواک بنسټ له لوري د هېواد وتلي سیاسي، فرهنګي او ادبي شخصیت عبدالرحمن پژواک د «ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو» په اړه علمي سیمینار جوړ شو.
اته روسي ګرځندویان چې سمنګان ولایت ته یې سفر کړی وايي، د افغانستان د ښکلاوو په اړه یې اورېدلي وو خو اوس خوښ دي چې له نږدې د دغه هېواد له تاریخي او لرغونو ځایونو لیدنه کوي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۳۵۰ کسانو ترمنځ د سیرت النبي سیالۍ پيل شوې.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې تېرو شپږو میاشتو کې دغه ولایت کې له ۱۱۵ زرو ډېرو ګرځندویانو له حضور سره د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې ده. د دغو…
د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه ناسته کې ویلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې به اسانتیا رامنځته کړي.
د پژواک راپور له خپرېدو وروسته په اروزګان ولایت کې د کافرکلا تاریخي سیمه له غصبه راوګرځول شوه او هغه کورونه ونړل شول چې دې سیمه کې په خپلسري توګه جوړ شوي وو.
بلخ ولایت کې سینماګران وایي چې اقتصادي ستونزې یې د فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲) یو شمېر شیعه دیني عالمانو کندهار ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې د شیعه او سني تر منځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي. نن په کندهار…
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له دې وروسته به یوټیوبچلوونکي د دغه وزارت کړنلارې سره سم فعالیت کوي او په خپلو خپرونو کې به اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې نیسي.
غور ولایت کې ځایي مسوولین وايي په تېرو دوو ورځو کې ۲۰ بهرنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د رسنیو ځيني ملاتړي بنسټونه وایي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر شوی، خو بیا هم دې برخه ستونزې شته چې د لرې کولو لپاره یې باید اقدام وشي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د روان کال له پیله راهیسې دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان راغلي چې د تېر کال په نسبت څو برابره ډېروالی ښيي.
پکتیکا ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کې د ۹۳.۲ اېفاېم په څپو د شریعت غږ په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې.
د اروزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ځینې تاریخي سیمې لا هم د غاصبینو په ولکه کې دي چې باید بېرته راوګرځول شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، له هغه څه باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادو پر اړیکو منفي اغېزه کوي او هره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وایي، رسنۍ مکلفې دي چې د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي او که سرغړونه یې وکړه محکمې ته به وروپېژندل شي.