کابل کې د ملي ثبات عامه کتابتون پرانیستل شو
د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاءالحق امرخېل په هېواد کې د «تغییر» لپاره پر کتاب تمرکز مهم بولي وایي، اسلامي امارت دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونه پرانیزي کنه نور خلک به هم…
د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاءالحق امرخېل په هېواد کې د «تغییر» لپاره پر کتاب تمرکز مهم بولي وایي، اسلامي امارت دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونه پرانیزي کنه نور خلک به هم…
د میدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بابا غره په لمنو کې د قومونو یووالي ستره فرهنګي مېله ترسره شوه چې په کې د دغه ولایت پر چارواکو سربېره، د ورزش ګڼو مینهوالو هم ګډون درلود.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د تېرو جګړو او او طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت تاریخي ابداتو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت دوو اوسېدونکو له خپلو نیکونو ور پاتې ۱۴ قلمه لرغوني اثار د لا ښه خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته وسپارل.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له کام ایر هوایي شرکت سره د روان کال حج ته تلونکو د لېږد او بېرته رالېږدولو تړون لاسلیک کړی او ترې غوښتي یې دي چې دغه بهیر د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه په سمه توګه مدیریت کړي.
د فاریاب سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د نجونو لپاره ځانګړې مدرسه چې د زرو زدهکوونکو د جذب وړتیا لري، جوړه او پرانیستل شوه. د فاریاب د پوهنې رییس مولوي…
بدخشان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلاوی وايي، د یاد ولایت پېژندلی عالم مولانا میرزاشاه اخګر لس د قلم فرهنګي او لرغوني اثار چې له ۱۰۰ کلونو ډېر قدامت لري، په ملي موزیم کې ثبت شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر غزني ته د سفر پر مهال ژمنه کړې چې په روان کال کې به د دغه ولایت یو شمېر تاریخي ابدې ورغول شي.
ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۳ کال کې د بشري حقونو جایزې لاسته راوړلو لپاره له افغان نوماندانو د نوملیکنې غوښتنه کړې ده.
په سمنګان کې یو شمېر مدني فعالان وايي، حکومت دې د دغه ولایت په تاریخي ځایونو کې د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي او د هغو ساتنې او مراقبت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وایي، اسلامي امارت د رسنیو لپاره کومه نوې تګلاره او پاليسي نه ده راوړي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دی.
د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه له نړۍوالو سازمانونو څخه د افغانستان له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او له اسلامي امارته د رسنیو قانون له مخې د رسنیو په کارونو کې د نورو ادارو د لاسوهنې مخنیوي طرحې د پلې کېدو غوښتنه کوي.
یو شمېر شاعران او لیکوالان له اسلامي امارته غواړي چې کلتوري او ادبي برخې ته د پاملرنې ترڅنګ، په ادبي ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښځې هم کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره جلا ادبي ناستې ترسره کړي.
د لوګر په مرکز پل علم کې د اتحاد په نوم خصوصي راډيو په (۹۱.۹) اف ام څپو نشرات پیل کړل.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د مې میاشتې درېيمه (د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ) د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د دغه ولایت له نږدې څلور زرو دیني عالمانو څخه د لويې دورې د اسنادو ارزونې او ازموینې بهیر پيل شو.
په تخار کې یو شمېر فرهنګیان او کتابپلورونکي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل له مطالعې سره د ځوانانو د لېوالتیا کمېدو لامل بولي؛ خو مسوولین وايي چې ځوانان د مطالعې پر ځای تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې بوخت دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج د لګښتونو د بشپړې تحویلۍ بهیر د روانې اونۍ له چهارشنبې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.
یو افغان وایي، د ملګرو په ملتیا یې د «ملګري» په نوم ټولنیزه رسنۍ ځکه جوړه کړې چې هېوادوال یې د پردیو خواله رسنیو له «سختو شرایطو او نه زغمونکي بوج» څخه وژغوري.
د حج او اوقافو وزارت مسوولین وایي، سږ کال به د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ نور ځايونه هم د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي دي.
سرپل ( پژواک ۶ غویی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر محصلان او فرهنګیان د کتابونو او کتابتونونو پر کمښت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې لپاره باید کتابونو او کتابتونونو ته د ځوانانو…