منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د ملي ثبات عامه کتابتون پرانیستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۵۷ کتنې

 کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاءالحق امرخېل په هېواد کې د «تغییر» لپاره پر کتاب تمرکز مهم بولي وایي، اسلامي امارت دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونه پرانیزي کنه نور خلک به هم له هېواده ووځي خو د اطلاعات او کلتور استازی وایي، په کال نیم کال کې به دغه ستونزه حل شي.

هغه دغه څرګندونې نن په کابل کې د ملي ثبات عامه کتابتون پرانیستې غونډې ته وکړې.

د پخواني ولسمشر محمداشرف غني سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل وویل، نظامونه به بدلېږي خو پیاوړي ملتونه باید ناهیلي نه شي او پر وړاندې یې باید پر کتاب تمرکز وکړي څو «تغییر» رامنځته شي.

دی وایي، ځیني دوستان قومي او ژبني تعصبونو ته لمنه وهي خو په کار ده چې د تعصبونو پر ځای کتاب لوستلو ته مخه وکړي.

هغه زیاته کړه، عامه کتابتون یې ځکه پرانیست چې ځوانان له بې‌کارۍ او خپګانه خلاص شي.

د هغه په خبره، دغه کتابتون ته یې د دیني علومو په ګډون د مختلفو علومو کتابونه راټول کړي، یو کمپیوټر لېب او انټرنېټ یې هم په کې فعال کړی او لوستونکو ته د مطالعې پر وخت یو پیاله چای هم ورکوي.

امرخېل زیاتوي: «پر حکومت غږ کوو، دا چې له ۲۱ میاشتو راهیسې د هېواد نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې، باید بېرته پرانیستل شي.»

د هغه په وینا، افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده، هیڅکله په‌کې د حجاب مخالفت نه دی شوی او که اسلامي امارت د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي خلاص نه کړي نو ډېر نور خلک به هم له هېواده ووځي چې دا د هېواد او د حاکم نظام په ګټه نه ده.

د اطلاعات او کلتور وزارت استازي عبدالحق حماد وویل، د هېواد د پرمختګ یوازېنۍ ذریعه علم او لوست دي.

هغه زیاته کړه: «وروسته له هغه چې اسلامي امارت حاکم شو، د ټولنې ځینې برخې زیانمې شوې خو په تعهد وایم، اسلامي امارت څومره چې د فساد پر وړاندې مبارزې او نورو کارونو ته ژمن دی، همداسې به د زده‌کړو لپاره یو سالم چاپېریال هم رامنځته کوي.»

هغه زیاته کړه، په هېواد کې به په کال نیم کال کې هر افغان د علم حق ترلاسه کړي او یو سم علمي چاپېریال به رامنځته شي.

د حماد په وینا، هیڅوک له نجونو د زده‌کړو حق نه شي اخیستلی خو حکومت د شرایطو په برابرولو مکلف دی.

د پخواني ولسمشر محمداشرف غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي وویل: «موږ ته جګړه په میراث پاتې ده، یعنې په جګړه کې وزېږېدو، رالوی شوو او ممکن په جګړه کې ومرو هم، خو اوس د افغانستان هر وګړی باید په دې فکر وکړي چې راتلونکو نسلونو ته څه په میراث پرېږدي؛ زه فکر کوم هیڅکله باید د تېر حالت اسیر نه شو.»

هغه وايي، د ځوانانو لپاره د کتابتون پرانیستل د علم د دروازې پرانیستو په معنا دي؛ ځکه په دې سره ځوانان له خپل کلتوره ښه خبرېدلی شي.

هغه زیاته کړه، د هېواد د یوه وګړي په توګه یې غوښتنه دا ده چې د هر ولایت لپاره د یو دایرة‌المعارف جوړ شي څو ټول وطنوال له خپل هېواده ښه پوه ترلاسه کړي.

د مرتضوي په وینا، ټول سیاسیون دې خپلې خاطرې ولیکي څو هېوادوال وپوهېږي چې افغانان څنګه په بحران کې وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور