ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل محصلان او فرهنګیان د کتابونو او کتابتونونو له کمښته شکایت کوي

د سرپل محصلان او فرهنګیان د کتابونو او کتابتونونو له کمښته شکایت کوي

author avatar
26 Apr 2023 - 18:27
د سرپل محصلان او فرهنګیان د کتابونو او کتابتونونو له کمښته شکایت کوي
author avatar
26 Apr 2023 - 18:27

سرپل ( پژواک ۶ غویی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر محصلان او فرهنګیان د کتابونو او کتابتونونو پر کمښت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې لپاره باید کتابونو او کتابتونونو ته د ځوانانو لاسرسی ډېر شي.

د هغوی په وینا، په سرپل کې  د اړتیا وړ کتابونه کم دي او د کتابتونونو شمېر هم لږ دي چې حکومتي مسوولین باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

په ورته وخت کې، مسوولین د محصلانو او فرهنګیانو شکایت مني او وايي د کتابتونونو جوړولو او د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچې لوړولو لپاره یې هڅې ډېرې کړې دي.

د سرپل د لوړو زده‌کړو د دولتي موسسې یوه محصل صمیم وویل: «زه د زراعت څانګې محصل یم، کله چې غواړم د سیمینارونو لپاره تیاری ونیسم د اړتیا وړ کتاب په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږم، د سرپل لوړوزده کړو موسسې د زراعت په برخه کې کتاب نشته.»

هغه زیاته کړه، سرپل یو له لرو پرتو ولایتونو دی، عامه کتابتونونه ډېر نشته، حکومت باید د تحصیلي موسسو کتابتونونه پر بېلابېلو کتابونو سمباله کړي څو محصلین په اسانۍ سره په خپلو سیمینارونو او علمي څېړنو کې ګټه ترې واخلي.

د سرپل مرکز کې د سيداباد لېسې یوه زده‌کوونکي فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل: «زه په لسم ټولګي کې یم، د داستاني کتابونو لوستلو ته لېوالتیا لرم، خو زموږ په ليسه کې کتابتون نشته څو زه او ملګري مې وکولای شو د اړتیا وړ کتابونه ولولو، له حکومته غواړو څو محصلینو ته ډېر کتابتونونه جوړ کړي.»

د سرپل ولايت یو فرهنګي فیض‌الله فایض وايي، په هېواد کې ډول ډول پېښې او ستونزې د دې لامل شوې چې د خلکو په منځ کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې لپاره لږ کار وشي.

هغه زیاته کړه، په سرپل کې د مطالعې لپاره هم کتابونه او هم کتابتونونه لږ دي، په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه په سرپل ولايت کې باید د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا پروګرامونو او سيمينارونو جوړ او کتابونه او کتابتونونه هم ډېر شي.

بلخوا، د سرپل لوړو زده کړې موسسې د کتابتون مدیر خدایداد بشرمل هم د محصلینو شکایت تاییدوي او وايي، په دغه کتابتون کې د جیولوجي معدن او ښوونې او روزنې په برخه کې شاوخوا ۳۵۰۰ توکه کتابونه شته چې د ورځې شاوخوا ۱۷۰ محصلین د څېړنې او سیمنار برابرولو لپاره ورته دلته راځي.

هغه زیاته کړه: «موږ په ۱۴۰۱ کال کې د لس زره ټوکه کتابونو د پېرلو وړاندیز کړی و چې تر اوسه ندي پیرل شوي،  ښایي په روان کال کې وپیرل شي، هغه کتابونه چې اوس په کتابتون کې شته، د ورځې کتابونه او محصلینو ته د ګټې اخیستنې وړ دي، خو یو کتابتون باید لږ تر لږه سل زره ټوکه کتابونه ولري چې د محصلینو ټولې اړتیاوې په بېلابېلو څانګو او برخو کې پوره کړي.»

د بشرمل په وینا، د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې د شرعیات څانګه نوې رامنځته شوې ده او یاده څانګه کې کتاتونه نشته او د کرنې څانګه کې هم کتابونه کم دي او هیله ده چې د کتابونو پیرلو وړاندیز ومنل شي او د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.

بشرمل څرګنده کړه چې د سرپل لوړو زده کړو موسسه کې لویه ستونزه دا ده چې د کتابتون لپاره یوه ځانګړې ودانۍ نه لري، څوک چې د مطالعې لپاره راځي، د هغوی لپاره باید یو ارام او مناسب ځای وي، چې دا موضوع هم د لوړو زده کړو له وزارت سره شریکه شوې ده، و به ګورو چې په یاده برخه کې څه کار کیږي.

بلخوا، د سرپل د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال مفتي ذبیح‌الله محمدي وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د مطالعې فرهنګ ته سمه پاملرنه نه ده شوې، ښوونځیو کې کتابتونونه نشته، کوم کتابونه چې له پخوا په ښوونځیو کې شته وو، د مناسب ځای او  کتابدار نشتون له امله له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه: «په سرپل کې د ۴۱۰ ښوونځیو له ډلې، یوازې ۲۶ یې کتابتونونه لري چې هغه هم نه ډېر کتابونه لري او نه هم د مطالعې لپاره مناسبه فضا، د پوهنې ریاست یاده موضوع د پوهنې وزارت سره شریکه کړې ده، ان‌شاءالله اسلامي امارت په یاده برخه کې عملي ګامونه اخلي.»

په ورته وخت کې، د سرپل ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست ایام‌الدین یولداش وایي چې سرپل ولایت کې دری عامه کتابتونونه شته چې یو یې په اطلاعات او کلتور ریاست پورې اړه لري او اووه زره ټوکه کتابونه پکې موجود دي.

د هغه په وینا، دا چې تېر کال د کتابتون لپاره ودانۍ نه وه، ډېر کتابونه خراب شوي دي او اوسمهال ودانۍ شته، خو کتابتون کې مېزونه او چوکۍ نشته.

یولداش د کتابونو او کتابتونونو د کمښت په اړه شکایتونه مني خو وایي چې په وروستیو کلونو کې د مطالعې فرهنګ په ځوانانو کې د ټولنیزو رسنیو او انټرنېټ ډېر کارولو له امله پیکه شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې ځوانانو کې د مطالعې د فرهنګ د ودې لپاره د روژې په میاشت کې د کتابونو نندارتون جوړ شو او هر کال د غویي په وروستۍ اونۍ کې د کتابونو نندارتون جوړېږي او د کتابونو او کتابتونونو د دېرولو په اړه د اطلاعات او کلتور وزارت ته ځانګړی وړاندیز شوی دی.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.