کمېسیون: د رسنیو ټولې ستونزې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې حل شي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون وایي، د رسنیو ټولې ستونزې او مشکلات باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې حل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون وایي، د رسنیو ټولې ستونزې او مشکلات باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې حل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اریانا افغان هوایي شرکت له مسوولینو سره د راتلونکي حج مراسمو د خدماتو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په سويډن کې د قرانکریم سوځونه او بېحرمتي په کلکو ټکو غندلې او له یاد هېواده یې غوښتي چې عامل ته یې سزا ورکړي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د «هوا» په نوم یوې نوې خصوصي راډيو خپرونې پیل کړې. د يادې راډيو مسوول مبين ميرزا پژواک خبري اژانس ته وويل: «په دې وروستيو کې ګڼ شمېر راډيوګانې…
د غزني شاخوا ۳۵ انځورګرو نجونو خپل له ۴۰ ډېر هنري اثار نندارې ته وړاندې کړل چې پکې د زدهکړې، سولې او د هېواد د راتلونکي په اړه پیغامونه رانغاړل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، کورنیو رسنيو ته پخواني ټول مالياتي جرايم معاف شوي او پرېکړه شوې چې پخواني باقيات به يې په درېیو کلونو کې ورکوي.
د هرات جامع جومات چې د هېواد یو له لویو او تاریخي جوماتونو ګڼل کېږي، د ځینو برخو بیارغولو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ویاند د ځینو رسنیو هغه خبرونه ناسم بللي چې ګواکې دې ادارې په بلخ کې د ښځو هټۍ او په بغلان کې د ښځو سینګارتونونه تړلي دي.
په اروزګان کې د علماوو شلکسیزه شورا جوړه شوه چې د چارواکو په وینا، د محول شوو موضوعاتو په اړه به د دغه ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
چارواکي وایي، د کابل ولایت د علماوو ۲۹ کسیزه شورا جوړه شوه او دغه شورا به د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړېدو چارې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې.
په جوزجان کې ځیني سینماګران په داسې حال کې د مستندو فلمونو جوړولو برخه کې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او د ملاتړ غوښتونکي دي چې مسوولین وایي، له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي څو په دغه ولایت کې یاد هنر ژوندی وساتي.
د کاپیسا د علماوو شورا او قومي مشرانو په یوه پرېکړهلیک کې د ولور اندازه تر ۱۵۰ زره افغانیو وټاکله او پرېکړه یې وکړه چې مهر باید د دواړو غاړو په خوښه و ټاکل شي، د کوژدې، د نکریزو شپه، عیدي، براتي او داسې نور محفلونه منع دي.
د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د دغې ټولنې د جګپوړو دیني عالمانو له پلاوي سره له لیدنې د اوس لپاره بښنه غوښتې ده. د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې…
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وايي، د دغه ولایت ځينې تاريخي او لرغونې ساحې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ترکیې د یوې خیریه موسسې مشر د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هوډ لري په هلمند کې یوه جامعه جوړه کړي چې دیني او عصري علوم په کې هممهاله تدریس شي.
د پکتیا مسوولینو نن په دغه ولایت کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې خبریالانو ته به د قانون په رڼا کې پر وخت معلومات ورکول کېږي.
د رسنيو ځينو مدافع ټولنو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد په هغو څرګندونو، چې محکمه به د هغو رسنيو په اړه پرېکړه وکړي چې له هېواده بهر د نظام په زيان کار کوي، نيوکي کړي، خو حماد وايي، دغو رسنيو اصولو ته اعتناء نه ده کړې او محکمه به د پنجشنبې په ورځ د دوی د وکيلانو په حضور کې خپله فيصله واوروي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اړوند وزارت او ولایتي ادارې په ګډو هڅو د مرکز پل علم اړوند په «سپېڅ» سیمه کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده. د دغه ولایت…
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ اړوند د زوړکوټ په مرکزي ښوونځي کې د يوه علمي بنسټ له خوا عامه کتابتون جوړ شو چې له دې سره به د مطالعې له اړه د زدهکوونکو ستونزه هواره شي.
د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي نړۍ له عالمانو او نورو دیني بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو او نجونو د تحصیل او تعلیم ځنډولو پرېکړې په اړه د یوه کمپاین له لارې راټول شي او زیاتوي چې له تعلیمه د نجونو بې برخې کول د واقعي اسلام په اړه ناسم تصور پیدا کوي.
د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ډېری تاریخي ځایونه د تخريبېدو له ګواښ سره مخ دي.
چارواکي وایي، د کاپيسا ولایت د علماوو پنځلسکسیزه شورا جوړه شوه چې د اړوندو موضوعاتو په اړه به د ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.