منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دین او کلتور

۳،۰۴۴ راپورونه

راپورونه

سږ کال له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي

د حج او اوقافو وزارت وایي چې سږ کال به له هېواده ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي او د تېر کال په نسبت د هر تلونکي کس په لګښت کې نږدې ۱۶ زره افغانۍ کموالی راغلی دی.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت: د رسنیو د ملاتړ د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او پاتې نور لغوه شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو یې د درېیو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې «د خبریالانو له پرله‌پسې شکایتونو او غیرمسلکتوب» له امله لغوه کړي دي.…

د پاکستان علماوو د خبرو له لارې له افغانستان سره د ترینګلتیاوو د حل غوښتنه کړې

د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د پاکستان د علماوو د یوې غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د اختلافاتو د هواري…

لغمان کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې او له دغه ځایه یې یو شمېر لرغوني اثار هم ترلاسه کړي دي.

امر بالمعروف وزارت: روانه اونۍ د ښځو اړوند او نورو اختلافي لسګونو قضیو ته رسېدنه شوې ده

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي چې روانه اونۍ د ښځو ۶۳ قضیو ته رسېدنه شوې، پر رواني اختلالاتو اخته ۲۴۸ کسان له پېژندلو وروسته سرې میاشتې ته معرفي شوي او…

د یونسکو یو پلاوی د لرغونو سیمو خوندیتوب برخه کې د پروژو د تطبیق په موخه غور ته تللی

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) یوه تخنیکي پلاوي د منار جام په ګډون د لرغونو سیمو خوندیتوب برخه کې د اروزنې او څو پروژو پلې کولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

افغانستان د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د کتابتونونو برخه کې همکاري پراخوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د افغانستان یوه پلاوي د ترکیې په کوربه‌توب د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو غونډه کې ګډون کړی او د سیمې یو شمېر هېوادونو له استازو سره یې د کتابتونونو او ګډو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت: د اشخاصو په نومونو د څلورلارو، واټونو او عامه ځایونو له نومولو دې ډډه وشي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د اشخاصو په نومونو د څلورلارو، واټونو او عامه ځایونو له نومولو باید ډډه وشي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت…

نور راپورونه