منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دین او کلتور

۳،۰۴۴ راپورونه

راپورونه

علمي سیمینار؛ د قران‌کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې وڅېړل شوې

نن په کابل کې په جوړ شوي علمي سیمینار کې، په ګومارنو کې د ژمنتیا او تخصص اصل په پام کې نیولو ترڅنګ، په حکومتولۍ کې پر روڼتيا، حساب‌ورکونې او مسووليت‌مننې، د اسلامي نظام د سياسي او پوځي استحکام لپاره د بنسټیزو ګامونو پر پورته کولو او د اصولو په توګه د ا.ا د فرمانونو پر منلو ټینګار وشو.

د لوګر والي: خبریالان دې د ولس ستونزو ته په بې‌طرفانه ډول پوښښ ورکړي

د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی او خبریالان باید د پېښو پر مهال حقیقت پټ نه ‌کړي او د ولس ستونزو ته دې په بې‌طرفه ډول پوښښ ورکړي.

د حاجيانو د ښوونکو قانون توشيح شو

د عدلیې وزارت وایي چې د حاجيانو د ښوونکو قانون توشیح شو او د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او دغه راز له حج او عمرې تر راستنېدو وروسته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان په رسمي جریده ‌کې خپور شوی دی.

نسیم راډیو خپل فعالیت دروي

نسیم راډیو چې په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې فعالیت کوي، اعلان کړی چې وروسته له ۱۳ کلن فعالیته خپل نشرات دروي.

د عینک مسو کان له ساحې ترلاسه شوي ۱۴۳۰ قلمه لرغوني اثار مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ۱۴۳۰ قلمه هغه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک مسو کال له ساحې ترلاسه شوي، د پاک‌کارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې او ثبت په موخه مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.

کابل ته راغلي پاکستاني ګرځندویان: د سفر موخه مو د امن و ورورولۍ پیغام خپرول دي

یو شمېر پاکستاني ګرځندویان چې په موټرسایکلونو کابل ته راغلي  او غواړي وروسته تاجکستان او اوزبېکستان ته ولاړ شي، وايي، دوی دغه سفر په دې موخه ترسره کوي څو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته د امن او ورورولۍ پیغام یوسي.

نور راپورونه