منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دین او کلتور

۳،۰۴۴ راپورونه

راپورونه

د علومو اکاډمي: تېر کال ۱۸ علمي اثار ژباړل شوي او د دري ژبې دایرت‌المعارف لومړی ټوک هم بشپړ شوی

د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولین وايي، تېر کال له بهرنيو ژبو ۱۸ علمي اثار ملي ژبو ته راژباړل شوي، د دري ژبې د ادبي دايرت‌المعارف لومړی ټوک بشپړ شوی او ۶۰۰ اصطلاحات په‌کې څېړل شوي دي.

د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب ناڅاپي مړینې ته غبرګونونه

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو، سیاستوالو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د کرکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو، د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د ادبي ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.

فراهي: بهرنۍ موسسې باید خپل ټول پروګرامونه د اړوندو امارتي ادارو په همغږۍ ترسره کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین د یوناما د عامه اړیکو څانګې له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، د بهرنیو مؤسسو ټول پروګرامونه باید د اړوندو امارتي ادارو په همغږۍ باید ترسره شي.

د مسکو او کابل د اړیکو پراختیا؛ ځینو روسي سیاحتي شرکتونو افغانستان ته د سفر تبلیغات پیل کړي

د مسکو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو وروسته ځینو روسي سیاحتي شرکتونو د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د یوه اونیز سفر تبلیغات پیل کړي او تمه ده چې د سیلانیانو لومړۍ ډله د جولای میاشتې تر نیمايي افغانستان ته سفر وکړي.

کابل ښار کې د محرم لسمه ولمانځل شوه

د محرم لسمه (عاشورا) په کابل ښار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه؛ ګډونوالو دغه ورځ د سرښندنې، عدالت غوښتنې او یووالي ورځ وبلله او د مسلمانانو ترمنځ یې پر ورورولۍ او اتحاد ټینګار وکړ.

د چاپېریال‌ساتنې لپاره د دیني علماوو پر هڅو ټینګار وشو

کابل کې د یوې ناستې ګډونوالو د ځمکې لاندې له اوبو په درېغه استفاده، د ناسمو سون‌توکو سوځول، د تېرو جګړو پر مهال د بېلابېلو وسلو استعمال او د ځنګلونو وهل د افغانستان د چاپېریالي ستونزو مهم لاملونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دې ستونزو د حل لپاره دې د ممبر له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

سیدمحمد عابدي؛ له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان هغه شاعر چې د شعر په ژبه د خلکو دردونه بیانوي

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شاعر او لیکوال سیدمحمد عابدي وايي، شعر د شهرت لپاره نه، بلکې د هېواد د خلکو د کړاوونو او هیلو د انعکاس لپاره لیکي؛ هغه چې اوس له فقره ځورېږي، له اسلامي امارته غواړي چې د ده او نورو قلموالو ملاتړ وکړي.

هرات کې د هنري اثارو د پلور بازار کمرنګه کېدو هنرمندان اندېښمن کړي

هرات کې یو شمېر انځورګران او میناتوران وايي چې اثارو ته یې د پلور مناسب بازار نشتوالي د دوی پر اقتصادي وضعیت سخت اغېز کړی؛ ځینې ګالرۍ یې تړل شوې او یو شمېر هنرمندان د خپلو هنري فعالیتونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د لوګر مرستیال والي: په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاسته‌راوړنه ده

لوګر کې حکومتي چارواکو د دغه ولایت د سیمه‌ییزو او ملي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاسته‌راوړنه ده او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په‌کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

نور راپورونه