هرات (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): هرات کې یو شمېر انځورګران او میناتوران وايي چې اثارو ته یې د پلور مناسب بازار نشتوالي د دوی پر اقتصادي وضعیت سخت اغېز کړی؛ ځینې ګالرۍ یې تړل شوې او یو شمېر هنرمندان د خپلو هنري فعالیتونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
پخوا د هنري اثارو لکه د نقاشۍ، تذهیب، خطاطۍ او میناتورۍ د پلور بازار ښه و، خو د هنرمندانو په خبره، اوس یې پلور تر ۵۰ سلنه کم شوی؛ دا هغه موضوع ده چې په باور یې، د دوی هنري ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
هرات کې یو تجربهلرونکی انځورګر محمداختر حیدري د خپلې کوچنۍ ګالرۍ یوې څنډې ته ولاړ دی، سترګې خپلو کښلو انځورونو ته ور اړوي، وايي: «مخکې به خلکو له هنره خوند اخیست، تابلوګانې به یې اخیستې، ان یوازې د لیدلو لپاره به راتلل، خو اوس لږ خلک ګالرۍ ته راځي، کله چې پېرېدونکی نه وي، پلور هم نه وي او دا د هنرمند د دسترخوان خالي کېدو په معنا دي.»
د هغه په خبره، د خلکو د لېوالتیا کمېدل، د منظمو نندارتونونو نشتوالی او د خصوصي سکټور بېپروايي د دې لامل شوي څو د هنري اثارو د پلور بازار تر نږدې ۵۰ سلنه کم شي او د هغو هنرمندانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي چې خپل ټول ژوند یې په انځورګرۍ، میناتورۍ او تخیل کې تېر کړی، دا پیکهوالی نه یوازې یوه مالي ستونزه ده، بلکې د فرهنګ د یوې برخې له لاسه ورکولو په معنا هم دی.
هرات کې بل میناتور او خطاط عبدالقادر اسلمزاده هم له ورته ستونزې سره مخ دی. هغه وايي چې په هرات کې د هنري اثارو د پلور بازار نشته، په داسې حال کې چې د یوه هنري اثر په جوړولو کې ډېر وخت، انرژي او مواد لګول کېږي.
هغه زیاته کړه: «مخکې به خلکو له هنري اثارو سره ډېره مینه درلوده او اخیستل به یې، خو اوس نه یوازې دا چې پېرېدونکي نشته، بلکې ان سفارشونه هم په بشپړ ډول درېدلي دي.»
او که مسوول بنسټونه اقدام ونهکړي، د نقاشۍ او میناتورۍ هنرونه به په تدریج هېر شي او ډېری هنرمندان به اړ شي څو خپل هنري فعالیتونه پرېږدي. له خلکو هم غواړم چې لږ تر لږه یو هنري اثر وپېري څو د دغه کلتوري میراث د له منځه تلو مخنیوی وشي.»
د هنرمندانو ترڅنګ د کلتوري او هنري چارو کارپوهان هم له هنره د حکومت او خلکو پر جدي ملاتړ ټینګار کوي.
د هرات پوهنتون یو استاد احمدضیا حقشناس وايي چې د نړۍوالو نندارتونونو جوړېدل یو مهم او ضروري کار دی څو هنري اثار نړۍوالو بازارونو ته لار پیدا کړي او حکومت باید په سیسټماتیک ډول له هنرمندانو ملاتړ وکړي.
هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال، بهرني هنري اثار په کمه بیه کورني بازار ته وړاندې کېږي او دې چارې د کورنیو هنرمندانو لپاره رقابت سخت کړی دی.
ورته مهال، د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست له هنرمندانو د ملاتړ په موخه په اختیارالدین کلا کې د یوه دایمي نندارتون له پرانیستل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ریاست د کلتور او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل، دغه ریاست هڅه کوي څو دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د جذب لپاره ښه زمینه برابره کړي.
په وینا یې، د یادو هڅو په لړ کې د دغه ولایت په اختیارالدین کلا کې دایمي نندارتون د دوی د ادارې په نوښت پرانیستل شوی، له دې وروسته خلک کولای شي د هنرمندانو اثار له دغه ځایه وپېري او نوموړی دغهراز هیلهمن دی چې دغه اقدام له هنرمندانو سره مالي مرسته وکړي.
خو یادې هڅې تر اوسه تر هغه بریده نه دي څو په هرات کې د هنرمندانو سخت وضعیت په اغېزناک ډول ښه کړي؛ د خلکو د پېر توان کمېدل او د اغېزناک مالي ملاتړ نشتوالی په دغه ولایت کې د هنر خوندیتوب او ودې پر وړاندې له مهمو خنډونو دي؛ هغه ستونزې چې د دوام په صورت کې کولای شي د بومي هنر راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP