Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

مزارشریف (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مزارشریف ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو چې نن یې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، وویل، دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو په مرسته د کتاب او کتاب‌لوستنې اونۍ په مناسبت او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه جوړ شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، په یاد نندارتون کې نږدې ۲۰ خپرندویه ټولنو او کتاب‌پلورونکو ګډون کړی چې څه باندې ۱۰ زره عنوانه کتابونه یې په‌کې نندارې ايښي دي.

ورته مهال، بلخ کې د یو شمېر خپرندویه ټولنو مسوولین د دغه ډول نندارتونو جوړېدو هرکلی کوي او د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره یې مهم ګڼي.

بلخ کې د یوې خپرندویې ټولنې مسوول عبدالله حنفي وویل، ټولنه له کتاب سره تړلې ده او کتاب‌لوستنه کولی شي د ځوانانو د فکري ودې لپاره ګټوره تمامه شي.

هغه زیاتوي چې حکومت باید د خپرندویه ټولنو ملاتړ وکړي، څو له دې لارې وکولی شي بازار ته ښه او باکیفیته کتابونه وړاندې کړي.

هغه دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو وغوښتل چې خپرندویه ټولنو ته یو ځانګړی ځای په واک کې ورکړي، څو وکولی شي په دایمي توګه په‌کې کتابونه نندارې ته کېږدي.

ورته مهال، د دغه نندارتون ګډوان‌وال فواد عالمي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ډول کړنو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د کتاب نندارتونه جوړول د مطالعې فرهنګ ودې لپاره ګټور تمامېږي.

خو عالمي بیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو غواړي چې د کتابونو دغه ډول نندارتونونو جوړول دې د ښار سربېره ولسوالیو او کلیو ته هم وغزوي، څو خلک د کتاب‌لوستنې له فرهنګ سره اشنا شي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال د بلخ ولایت په کچه ۶۰ دولتي او خصوصي کتابتونونه او کتاب‌پلورنځي شته چې شاوخوا ۱۵ یې په بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.