غزني (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت د موزیم اته قلمه تاریخي اثار د اسلامي هنرونو یوه نړۍوال نندارتون ته - چې په نږدې راتلونکي کې د قطر په کوربهتوب جوړېږي – غوره شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، څو ورځې مخکې د قطر له خوا د تاریخي اثارو متخصصینو یو پلاوی غزني ته راغلی و، څو د یاد نندارتون لپاره د اثارو ارزونه او ټاکنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې یاد پلاوي د غزني د موزیم د اسلامي او بودایي دورو ټول تاریخي اثار وکتل او بالاخره یې د اسلامي دورې ۸ قلمه مهم اثار غوره کړل.
نثار وایي، دا چې د غزني تاریخي اثار به په یوه نړۍوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي، دغه کار به د افغانستان د تاریخي هویت، فرهنګي حیثیت او تمدني مقام د لا پراختیا لامل شي.
هغه د یاد نندارتون جوړېدو د کره نېټې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د قطر په کوربهتوب جوړ شي.
په غزني کې یو فرهنګي فعال اغامحمد خوشزاده هم وایي، غزني د اسلامي تمدن یو مهم مرکز او د ویاړ تاریخ لرونکی ولایت دی چې تاریخي ابدې او کلتوري میراثونه یې نړۍوال ارزښت لري.
هغه زیاته کړه، دا چې د غزني له موزیمه اثار نړۍوال نندارتون ته انتقالېږي، نه یوازې د سیاحت د ودې سبب به شي، بلکې د ولایت پر اقتصاد به هم مثبته اغېزه ولري.
د یادونې ده، د غزني په موزیم کې زرګونه تاریخي اثار ساتل کېږي چې له اسلامه په مخکنیو او وروسته دورو (باختریانو، کوشانیانو، غزنویانو، غوریانو، ساسانیانو او نورو) پورې اړه لري. دغه اثار له ډبرینو، فلزي، چرمي، سفالي، کاشي او مسي توکو جوړ دي چې ډېری یې تر ۲۵۰۰ کلونو لرغونتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP