کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د امر باالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو ته ستونزې جوړول او د هغوی ځورول، قانوني جرم دی او له ترسره کوونکو سره به یې قانوني چلند وشي.
د امربالمعروف، نهی عنالمنکراو شکایتونو اورېدلو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼې د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې ټولنیزې رسنۍ د موثقو معلوماتو، تعلیم، تجارت او عامه پوهاوي لپاره دي او باید همدا موخې په کې تعقیب شي.
سرچينه زیاتوي: «په ټولنیزو رسنیو کې تهدید، سپکاوی، ګواښ، توهین، او د مستعارو یا شخصي ادرسونو له لارې خلکو ته ستونزې او اذیت جوړول، قانوناً جرم دی او د امرباالمعروف، نهی عنالمنکراو شکایتونو اوریدلو وزارت لهخوا د تعقیب او قانوني چلند وړ دي.»
یاد وزارت هیله څرګنده کړې چې هېڅوک ټولنیزې رسنۍ په ناسم ډول و نه کاروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP