غزنيښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د غزني ولایت په مرکز کې د شاوخوا ۹۰ خصوصي ښوونځیو د څه باندې زرو غوره زدهکوونکو ترمنځ د سیرتالنبي ﷺ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ نن د ولایت مقام په انګړ کې د پوهنې ریاست په هڅو او همکارۍ جوړې شوې.
د غزني د پوهنې ريیس مولوي نصیراحمد حسيني د سیالۍ د پیل پر مهال وویل، دا سیالۍ د دې لپاره ترسره کېږي، څو ځوانان د حضرت محمد ﷺ له سیرت او اخلاقو سره لا ډېر اشنا شي.
نوموړي زیاته کړه، په دې سیالیو کې څه باندې زر تنه برخهوال دي چې له ډلې یې ۵۵۰ هلکان او پاتې نور نجونې دي.
هغه وویل، موخه دا ده چې د نبوي سیرت او اخلاقو له لارې د ځوانانو فکري روزنه وشي او د دین او مذهب له ناسمې استفادې مخه ونیول شي.
ده د خپلو خبرو په دوام وویل، د اسلام ستر پیغمبر ﷺ د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د لارښوونې او هدایت غوره نمونه ده.
هغه ټینګار وکړ چې زدهکوونکي باید د رسولالله ﷺ په لاره روان شي، د هغه مبارک پیغامونه په خپل ژوند کې عملي کړي او د علم په ترلاسه کولو کې کوښښ وکړي.
د دوولسم ټولګي زدهکوونکي جاوېداحمد چې په دې سیالۍ کې یې برخه اخیستې، وویل چې له ګډون څخه خوښ دی او غوښتنه یې وکړه چې د دیني موضوعاتو د لا ډېر ترویج لپاره دې ورته نور پروګرامونه هم جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه، نږدې یوه میاشت مخکې د سیالۍ ګډونوالو ته د سیرتالنبي یو کتاب ورکړل شوی و او ننني پوښتنې له هماغه کتابه جوړې شوې دي.
یو بل ګډونوال محمداصف پژواک ته وویل: «د دې سیالۍ تر ټولو لویه ګټه دا ده چې ځوانان هڅول کېږي څو خپل چلندونه د نبوي اخلاقو له مخې سم کړي.»
ده زیاته کړه چې ورته سیالۍ باید د هېواد په نورو ولایتونو او زونونو کې هم ترسره شي.
د یادونې ده، د دې سیالۍ د پایلو د اعلان پر مهال به د غوره ګډونوالو له ډلې ۱۲ تنو ته جایزې ورکړل شي، څو دغه کار د زدهکوونکو لپاره د هڅونې یوه غوره وسیله وګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP