فراهي: له رسنیو سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې همغږي ډېره شي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وايي چې له رسنیو سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د نورو ستونزو د حل برخه کې همکاري وشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وايي چې له رسنیو سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د نورو ستونزو د حل برخه کې همکاري وشي.
د پکتيا مرستیال والي وايي، د ولايت په کچه رسنيو او خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له هغوی سره د مالي او نورو ستونزو په حل کې هم همکاري کوي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې او د تړل کېدو پرېکړه یې د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
د ۲۶ کلن حسیبالله زهیر سترګې لید نه لري، خو د زړه په سترګو یې نړۍ ځان ته دومره روښانه کړې چې د یوه بینا انسان په څېر یې لوړې زدهکړې کړې، د قرانکریم تفسیر او د تاریخ ځیني مهم کتابونه په بریل خط لیکي او هڅه کوي د نورو نابینایانو لپاره هم د هیلو نوې لارې پرانیزي.
د لغمان په مرکز مهترلام کې د محمدعیسی سعد په نوم یو لیکوال وايي، ۴۱ بېلابېل عنوانه کتابونه یې لیکلي خو د چاپولو توان یې نه لري، هغه له حکومت او شتمنو هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د دغه ولایت د یو شمېر فرهنګیانو په هڅو په مرکز پلعلم کې د لومړي ځل لپاره د «ګوهري» په نوم ادبي بهیر پرانیستل شو.
یوناما په یو راپور کې وايي، رسنۍ په افغانستان کې له محدودیتونو سره مخ دي، خو د ا.ا ویاند دغه راپور ته په غبرګون کې د رسنيو له خوا اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته په درناوي ټینګار کوي، وایي چې د افغانستان اړوند مسایلو ته باید د لویدیځو هیوادونو له عینکو ونه کتل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.
په غزني ولایت کې د ګڼو شاعرانو، لیکوالو، فرهنګیانو او عامو خلکو په ګډون د امنیت او پرمختګ تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د سپین جومات جوړولو چارې دې بشپړې شي خو بل لور ته حکومتي مسوولین بیا وايي چې د دغه جومات جوړولو قضیه محاکمو ته تللې ده.
د بلخ ولایت مقام وایي چې د وانک فیکي په نوم یو چینایي سوداګر د اسلام پر دین مشرف شو او د عبدالله محمد نوم ورکړل شو.
نن کابل کې د اوبو اړوند د یوه علمي – څېړنیز سمینار ګډونوالو د اوبو پر مدیریت، سپما او دې برخه کې د سترو تاسیساتو پر جوړېدو ټینګار وکړ ویې ویل چې دغه برخه کې ښه مدیریت کولای شي سیمهییزې اقتصادي همکارۍ لا پياوړې کړي.
د کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلنو کې د بشپړو شوو پروژو عکسونو لپاره د کابل ښار په زرنګار پارک کې د «کابل نوی انځور» په نوم نندارتون جوړ کړی چې درې ورځې به پرانیستی وي.
د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت سرپرست فراه ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، اسلامي نظام له امر باالمعروف او نهی عنالمنکر پرته نشي بشپړېدای او له خلکو یې غوښتي څو دې برخه کې د منفي تبلیغاتو ښکار نشي.
په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړولو خبر ورکړی دی.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له محتسبینو غوښتي چې په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او د ولسي وګړو خصوصي حريم ته درناوی وکړي.
د غزني ولایت په مرکز کې د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکوونکو او ځوانانو ترمنځ د سيرتالنبي سيالۍ ترسره شوې.
غزني ښار کې د «کتاب واخلئ او کتاب پرېږدئ» تر سرلیک لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې په لومړي درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شي او له دغه مدرکه پر رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې د درېیو کلونو موده کې په قسطونو ورکړل شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوال کلتوري سازمانونه او هېوادونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي.
کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د پنځمې کالیزې نمانځلو مراسمو کې د رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د معرفي برخه کې د رسنیو رول…
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو شمېر تاریخي او فرهنګي اثار چې شاوخوا ۳۰۰ کلنه تاریخي مخینه لري، ترلاسه شوي دي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر کابل کې د ازبکستان هېواد له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، د یاد هېواد د علماوو او چارواکو راتګ له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، ګډو متقابلو ګټو د تعامل او همکاریو ښکارندویي کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له کتابپلورنځیو له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې شاوخوا ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول شوي او د دې په بدل کې به کتابپلورونکو او خپرندويو ټولنو ته قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ورکړل شي.