امنیت او جرمونه
راپورونه
دفاع وزارت ته سپارښتنه شوې چې «بېسرنوشته مجاهدين» پر دندو وګوماري
د ریاستالوزرا د مرستیال په مشرۍ ناسته کې دفاع وزارت ته سپارښتنه شوې چې «بېسرنوشته مجاهدين» پر دندو وګوماري او له «اترا» غوښتل شوي چې محرومو سیمو ته مخابراتي خدمات برابر کړي. د حکومت د…
مجاهد: د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هیڅ سیمه کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او…
زابل کې ۱۲۹ میله وسلې او زرګونه مرمۍ ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې
د زابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، نن ۱۲۹ میله بېلابېلې وسلې، زرګونه مرمۍ او نور مهمات د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شول. د امنیې قوماندانۍ اړوند له تروریزم سره د مبارزې مدیر ملا محمدیونس…
کابل کې پولیسو د جعلي اسنادو جوړولو په تړاو درې کسان نیولي
د کابل امنیه قومانداني وایي، درې کسان یې د پیسو په بدل کې خلکو ته د جعلي نکاحخطونو او د دوولسم ټولګي فراغت سندونو جوړولو په تور نیولي دي.
بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
سرپل او بامیان کې درې ماشومان او پروان کې یو سړی وژل شوي
امنیتي سرچینې وايي، ناپېژاندو کسانو په سرپل او بامیان کې درې ماشومان او د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ کې یې یو سړی وژلي دي.
ځدران: د کابل خیرخانه کې د تېر ماښام لاسي بم چاودنه مرګژوبله نه لري
د کابل امنیه قومانداني وایي، د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې ناپېژانده کسانو یو لاسي بم غورځولی خو د چاودنې له امله یې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
بلخ کې هغه محتسب نیول شوی چې ټکسيچلوونکی يې په څپېړو وهلی و
د بلخ ولایت ځایي مسوولین وایي، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست هغه محتسب یې نیولی چې د دغې ادارې له کړنلارې او لارښوونې په سرغړونې سره یې یو ټکسيچلوونکی په څپېړو وهلی و.
په ټول هېواد کې د تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګېد
د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس په ټول هېواد کې د موټرو په ښيښو د تور رنګ او بېلابېل سټيکرونه منع شوي دي.
امنیتي سرچینې: د بلخ پر مخکني والي بریدکوونکی نیول شوی
د افغانستان د استخباراتو عمومي رياست وايي، د بلخ پر مخکني والي مولوي محمد داوود مزمل بريدکوونکی يې د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې نيولى دى.
ملکزاده: پنجشېر کې د ناسم پوهاوي له امله په خپلمنځي ډزو کې دوه کسان ټپیان شوي
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس تاییدوي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت کسانو ترمنځ د ناسم پوهاوي له امله ډزې شوې او د مرافعه محکمې د رییس په ګډون دوه کسان…
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو
تېره اونۍ ځینو سرچینو غوښتنه وکړه چې د نجونو پر مخ د زدهکړو تړل شوې دروازې دې پرانیستل شي، روسیې وویل چې د افغانستان وضعیت دې وڅارل شي او جاپان له افغانستان سره د ۲۱ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ.
میدان وردګو کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي
د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې پرون د راکټ زړې مرمۍ چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي دي.
بلخ او پکتيا کې لسګونه وسلې ترلاسه شوې دي
امنيتي مسوولين وايي، په بلخ او پکتيا ولايتونو کې ١٣٠ ميله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت: درې وګړي مو په افغانستان کې بندیان دي
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ويلي، په افغانستان کې یې درې وکړي د سرپرست حکومت له خوا بندیان دي. د (پرسیډیون شبکې) په نوم یوه بشردوستانه سازمان بيبيسي ته ویلي چي یاد کسان په تېره…
بغلان کې د نشهیي توکو جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې د نشهیي توکو جوړولو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده. د دغه ولایت د امیې قوماندانۍ سرپرست ملا اختر محمد…
د کورنیو چارو وزارت: د ملکي ادارو منسوبین دې د وسلې ګرځولو اجازهلیک واخلي
د کورنیو چارو وزارت وایي، د غیر مسوول وسلهوالو او له قانونه د ناسمې ګټې اخیستونکو د پېژندلو په موخه یې د ملکي ادارو له منسوبینو غوښتي چې سر له سبا له دغه وزارته د وسلې ګرځولو اجازهلیک واخلي.
تېر کال بلخ کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۱۴۳ کسان نیول شوي
د بلخ امنیه قومانداني وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د ۶۶۰ بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۱۴۳ کسان نیولي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف…
زابل کې ماین چاودنې څلورو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده
د زابل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې د کوچیانو پر ټراکټور چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې ماشومان ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر: هېڅوک باید له خپلو حقونو د دفاع له امله ونه نیول شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، افغانستان کې هېڅوک باید له خپلو او نورو حقونو څخه د دفاع له امله ونه نیول شي.
























