ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې زیانونه؛ یو معلول پخوانی سرتېری: پر نورو مې د جګړې ترخه نه دي پیرزو

د جګړې زیانونه؛ یو معلول پخوانی سرتېری: پر نورو مې د جګړې ترخه نه دي پیرزو

author avatar
4 Apr 2023 - 11:31
د جګړې زیانونه؛ یو معلول پخوانی سرتېری: پر نورو مې د جګړې ترخه نه دي پیرزو
author avatar
4 Apr 2023 - 11:31

اسعداباد (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۲): د کونړ ولایت یو اوسېدونکی او د مخکني پوځ معلول سرتېری وايي، جګړې يې دواړه پښې اخیستې، نو ځکه يې پر نورو د جګړې ترخه نه دي پیرزو.

دغه کس چې محمدبلال نومېږي او د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، پنځه کاله وړاندې يې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ماین چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه، اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په خبره يې چې ان خپل کوچني زوی ته د لوبې څیزونو پېرلو توان هم نه لري.

 

محمدبلال جګړه د هیچا په ګټه نه بولي او وايي: «تېرې شل کلنې جګړې نه یوازې د هېواد فزیکي او معنوي زېربناوې له منځه وړې دي، بلکې د زرګونو ځوانانو ژوند یې واخیست او په همدومره شمېر یې معلول، بې‌څوکه او مهاجر کړل.»

هغه زیاته کړه: «د دندې پر مهال مې سلګونه خښ شوي ماینونه شنډ کړي دي او د خلکو ژوند مې ژغورلی، خو خپله مې په دې لاره کې دواړه پښې وبایللې او د تل لپاره معلول شوم.»

نوموړي وویل، جګړې د ژوند ډېر نعمتونه او هیلې ترې اخیستي او په ځوانه ځوانۍ کې يې د نورو مرستې ته اړ کړی دی.

هغه په داسې حال کې چې په سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې پژواک ته وویل: «د شپې اته بجې وې چې د الیشنګ ولسوالۍ قلعه انجیل دویم کنډک ته مو اکمالات کول چې موټر مو د سړک غاړې خښ شوي ماین ښکار شو او زما دواړه پښې پرې شوې.»

هغه جګړه د انسان دښمنه او د هېواد د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل ګڼي او وايي: «افغانان له جګړې ستړي شوي، اوس چې په هېواد کې فرصت برابر شوی نو باید په اتفاق سره د هېواد ابادولو ته مټې رابډ وهي.»

نوموړی زیاتوي، له معلولیت سره سره له خپل مسلک او هېواد ته خدمت سره مینه لري او که زمینه ورته برابره شي نو اوس هم حاضر دی چې خدمت وکړي.

محمدبلال وویل: «زه تنکی ځوان وم چې په ملي اردو کې شامل شوم، په پوځ کې کار کول مې د ځان لپاره ویاړ ګڼم او د ماینونو په شنډولو سره مې د ډېرو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.»

هغه زیاته کړه، د کورنۍ غړو به يې ورته ویل چې دنده پرېږدي خو په وینا يې، ده ټول خطرونه منلي و او په پای کې يې د بدن غړي پکې له لاسه ورکړل.

خو هغه وايي، له هاغه وخته چې معلول شوی، هیچا یې لاسنیوی نه دی کړی او د خپلې کورنۍ لګښت نه شي برابرولی.

هغه وویل: «څو چې روغ وم او دنده مې وه نو له خپل معاش څخه مې د کورنۍ لګښتونه پوره کول، ان له خپلوانو سره مې مرسته کوله، خو اوس د خپل ځان لپاره دغه زوړ ویلچر نشم نوی کولی.»

محمدبلال وايي، واده يې کړی او دوه زامن لري چې مشر زوی يې درې کلن دی.

هغه خپلو بچیانو او د هېواد راتلونکي نسل ته د سوله‌ییز او ارام ژوند هیله لري.

نوموړی وايي: «زموږ ژوند خو جګړو او ناامنیو نیمګړی کړ، خو خپلو بچیانو او د هېواد راتلونکي نسل ته په سوله او ارامۍ کې ژوند مې هیله ده.»

هغه زیاته کړه، پلار او مور يې مړه شوي او یو ورور لري چې هغه له ده بېل ژوند کوي.

نوموړي وویل: «د ژوند په ټولو سختیو کې مې یوازې مېرمنې د مرستې لاس راکړی، خو زما د خپل معلولیت په وجه مې مېرمنې ته زړه هم بدېږي؛ ځکه زما د معلولیت له امله دا هم غمجنه شوې ده او دا هیله لرم چې د هېڅ افغان مېرمن دې ونه کړېږي.»

هغه دغه‌راز زیاته کړه، کله چې کمکی زوی یې ترې د لس افغانیو غوښتنه کوي او دی یې د ورکړې توان نه لري، نو دغه شېبه یې ډېر ځوروي.

هغه وايي: «زما د ژوند ترخه شېبه هغه وي چې مشر زوی مې وصال چې درې کلن دی، له ما څخه لس روپۍ وغواړي خو زما جیب خالي وي، هغه راته ژاړي خو زه ورته د ویلو هیڅ هم نه لرم.»

بلخوا د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وايي، حکومت د یوه منظم پلان له مخې هڅه کوي چې د تېرو جګړو د ټولو قربانیانو له کورنیو او معلولینو سره مرسته وکړي.

هغه وویل: «تېرو جګړو زموږ ډېر وطنوال د غم او ویر پر ټغر کېنولي، اوس په ټول هېواد کې  سوله او امن راغلی، حکومت هڅه کوي چې د تېرو جګړو له ټولو قربانیانو او معلولینو له کورنیو سره مرسته وکړي.»

د یادونې ده، په هېواد کې تېرو جګړو نه یوازې خلکو ته د سر درانه زیانونه اړولي، بلکې میلیونونه کسان يې معلول کړي هم دي چې نن د ټولنې د اوږو بار دي.

Visits: 2586

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.