امنیت او جرمونه
راپورونه
ملي دفاع وزارت: یو پیلوټ له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راستون شو
ملي دفاع وزارت وايي، د تېر حکومت یو پیلوټ له خپلې کورنۍ سره یو ځای د هېواد د خدمت لپاره بېرته افغانستان ته راستون شو.
امریکا: پر اوکراین د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو احتمالي برید، به بې ځوابه پرېنږدو
د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ته ګواښ کړی، که پر اوکراین د روسیې له خوا د کیمیاوي او ممنوعه وسلو کارول ثابت شول، نو ځواب به یې ورکوي. بایډن دا څرګندونې تیره…
حقاني کابلوف ته: افغانستان به له دې وروسته هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي
کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د افغانستان لپاره د روسیې هېواد له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل . د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په…
شمالي کوریا، د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی وازمایه
شمالي کوریا د نړیوالو له اعتراضونو سره سره، د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی ازمویلی دی. امریکایي رسنیو خبر ورکړ، د شمالي کوریا له خوا د دې نوي راکټ تر ازموینې وروسته، په…
پولیس: کابل کې یو غل ووژل شو او اته نور یې ونیول شول
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار اوومې امنيتې حوزې اړونده سيمه کې د غلو د یوې نهه کسیزې ډلې اته تنه ونیول شول او یو تن یې له امنیتي ځواکونو سره د مقاومت پر مهال ووژل شو.
د ننګرهار امنیتي چارواکي: دوه داعش وسله وال نیول شوي
د ختيځ زون د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد الله محمدي وويل چې د جلال آباد ښار په اتمه ناحيه کې يې دوه داعش وسله وال نيولي دي.
یو تن د «انټرنټي جرم» په تړاو ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یو تن د «انټرنټي جرم» په تړاو نیولی او نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
یوه عرب سړي څلور اسراییلیان وژلي دي
یو عرب بریدګر د اسرایل په سویلي ښار بئر السبع کې څلور کسان وژلي چې په ورستيو کلونو کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګر…
د وسله وال پوځ لوی درستیز سمنګان ته تللی
د سمنګان ولایت چارواکي دغه ولایت ته د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د سفر خبر ورکوي.
په هرات کې یو ځوان د خپل مور او پلار د وژلو په تور نیول شوی
د هرات امنیتي سرچینې تاییدوي چې امنیتي ځواکونو یو کس د خپل مور او پلار د وژلو په تور نیولی دی.
وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند یو سیاستوال وژل شوی
نامعلومو وسله والو کسانو په وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند یو تن سیاستوال او د سیمه ییزو ټاکنو کاندید وژلی دی. د پيښور له باچا خان مرکز څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه…
د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې؛ دوه پیلوټان یې وژل شوي
د کوزې پښتونخوا مرکز پېښور ښار ته څېرمه د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې او دوه پیلوټان یې په کې وژل شوي دي. د پاکستان هوایي ځواک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې…
په زابل کې د نوي کال په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې پراخ امنیتي تدابیر نیولي څو ځوانان په ډاډه زړه پسرلنۍ عنعنوي مېلې ترسره کړي.
په هلمند کې دوو کسانو ځانوژنې کړې دي
د هلمند په مرکز لښکرګاه او ګرمسېر ولسوالیو کې دوو کسانو ځانوژنې کړې دي.
په ښارونو کې د نظامي موټرو پر تېز تګ او لوړ غږ لرونکي هارن بندیز ولګېد
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ښارونو کې د نظامي موټرو پر تېز تګ او د لوړ غږ پر هارن د بندیز امر کړی دی.
په بغلان کې د غلا په تور درې وسله وال نيول شوي
د بغلان ولايت امنیتي مسوولين وايي چې د داخلي امنيت پولیسو له خوا په يو لړ عملياتو کې د غلا په تور درې وسله وال نيول شوي دي.
په کندهار او پکتیکا کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي
په کندهار کې ۲ تنه او په پکتیکا کې ۳ تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور ونیول شول.
هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده ژغورل شوی
د استخباراتو عمومي ریاست د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی او وایي، یو انسان تښتوونکی نیول شوی او بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
په خوست کې ۱۲ تنه له بېلابېلو جرمونو سره په تړاو نیول شوي
امنيتي مسوولين وايي، خوست کې يې د مختلفو جرمونو ترسره کولو په تړاو ۱۲ کسان او ترڅنګ یې يوه اندازه نشه يي توکي نیولي دي.
جنرال میکنزي: داعش له افغانستانه پر امریکا د برید هوډ لري
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت فرانک میکنزی وایي، لا هم تر څو زرو داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي چې پر امریکا برید وکړي. میکنزي دا څرګندونې د…
ملګري ملتونه: د اوکراین په جګړه کې شاوخوا ۲۲۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه څه باندې ۲۲ سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ…

























