ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکي خوشې شوي، خو درې تنه لا هم بندیان دي

کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکي خوشې شوي، خو درې تنه لا هم بندیان دي

author avatar
28 Mar 2022 - 19:13
کندهار کې د رسنیو درې کارکوونکي خوشې شوي، خو درې تنه لا هم بندیان دي
author avatar
28 Mar 2022 - 19:13

کندهار (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): په کندهار کې د ځينو رسنيو مسوولين وايي، په دې ولايت کې د رسنیو درې تنه کارکوونکي خوشې شوي، خو درې تنه لا هم بندیان دي

په کندهار کې نن دوشنبه سهار د استخباراتو ریاست د څلورو راډیوګانو شپږ کارکوونکي بېولي وو او د دوو راډيوګانو نشرات یې هم بند کړي وو.

تېره ورځ د کندهار د استخباراتو ادارې د رسنیو لس مسوولین غوښتي وو او ورته ویلي یې وو چې په رسنیو کې پر سندرو مطلق بندیز دی، خو رسنیو دا پرېکړه نه وه عملي کړې، ځکه نن د څلورو رسنیو شپږ کارکوونکي بېول شوي وو.

نن ماسپښين د استخباراتو ریاست مسوولینو یو ځل بیا د محلي رسنیو له ځینو مسوولینو او خبریالانو سره ناسته لرله چې په پایله کې یې د درېیو راډيوګانو درې کارکوونکي خوشې شول.

د څانګې راډيو مسوول اغا شېر منار چې نن د استخباراتو له خوا بېول شوی و وايي، نن پر دې پرېکړه وشوه چې په کندهار کې به راډيوګانې سندرې بندوي او په تفریحي پروګرامونو کې به کموالی راولي.

هغه پژواک اژانس ته وویل: ((د نن په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم به راډیوګانې نشرات کوي، سندرې به نه نشروي او په تفریحي پروګرامونو کې به کموالی راولي، موږ هم همدا پرېکړه ومنله.))

هغه وايي، له دې سره به د راډیوګانو اورېدونکي زیات کم شي، ځکه ټول خلک اسلامي خپرونې نه اوري او ډېری کسان د تفریحي او سندریزو پروګرامونو غوښتنه کوي.

د ده په خبره، اوسمهال یې نشرات بیا پیل کړل، خو سندرې او تفریحي پروګرامونه نه خپروي او د ملت ږغ راډيو نشرات لا هم بند دي.

بل خوا د ملت ږغ راډيو نیول شوي کارکوونکي لا هم نه دي خوشې شوي او د استخباراتو ریاست نورو خبریالانو ته ویلي چې باید بسم الله وطندوست چې د دغې راډيو مسوول دی، ریاست ته حاضر شي.

د ملت ږغ راډیو مسوول بسم الله وطندوست بیا پژواک اژانس ته وویل، هغه هلمند ولایت ته د یوه راپور لپاره سفر کړی او هڅه کوي چې نن کندهار ته ځان ورسوي.

ده زیاته کړه: ((زه په هلمند کې یم، زموږ د راډيو درې تنه کارکوونکي لا هم نه دي خوشې شوي، زه کندهار ته په لاره یم، د استخباراتو ریاست ته ځم، موضوع به وروسته معلومه شي چې زموږ کارکوونکي ولې له نورو سره نه دي خوشې شوي.))

بل خوا په کندهار کې د افغانستان رسنیز بنسټ د کندهار څانګې مسوول شاهد سرتاج وايي، لومړی خو د رسنیو لپاره ځانګړې پالیسي نه ده معلومه او بل په کابل کې رسنۍ سندرې او تفریحي پروګرامونه نشروي، خو په کندهار کې ورباندې بندیز لګیږي چې سمه پرېکړه نه ده.

هغه په دې اړه وایي: ((لومړی باید د رسنیو لپاره یوه نشراتي پالیسي جوړه شي او د هغې له مخې باید د ټول افغانستان پر رسنیو تطبیق شي، نه داسې چې په کابل کې دې یو ډول پالیسي وي خو په کندهار کې بیا بل ډول.))

که څه هم په رسمي ډول تر اوسه د استخباراتو مسوولینو یا نورو چارواکو څه نه دي ویلي، خو د کندهار ولایت مقام ویاند مولوي محمود عزام نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل، د رسنیو او خبریالانو د نیولو اړوند موضوع یې له کندهار والي سره شریکه کړې او په دې اړه به وروسته نور معلومات شریک کړي.

په کندهار کې درې ورځې وړاندې د (زما) راډيو یو کارکوونکی میرویس اتل هم نیول شوی چې تر اوسه یې لا هم برخلیک نه دی معلوم.

Visits: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.