د یوې پوځي الوتکې غورځیدو پيښه کې څلور امریکایي سرتیري وژل شوي
دامریکا د یوې پوځي الوتکې لویدلو له امله څلور تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. د امریکا د بحري ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ددوی اړوند دې الوتکې د…
دامریکا د یوې پوځي الوتکې لویدلو له امله څلور تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. د امریکا د بحري ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ددوی اړوند دې الوتکې د…
د فراه امنیتي مسوولین وايي چې له پنځلس ورځني ورکشاپ څخه ۱۱۵ تنه فارغ شول.
په کندهار ښار چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي او په یوه بله پېښه کې بیا له یوه کس څخه سر پرې شوی دی.
کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰) د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي. د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي د کب په ۲۷مه، پژواک خبري…
سيمه ييزې سرچينې وايي چې په تخار ولايت کې يو زوم د خپل خسر او يو بل ځوان د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي دي. د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې يوې…
سرچینې وایي چې د حکومت استخباراتو د یوه خصوصي ټلوېزیون (طلوع نیوز) د رییس په ګډون درې کارکوونکي نیولي دي. د طلوع نیوز پخواني رییس لطف الله نجفي زاده او یو شمېر اوسنیو او پخوانیو…
د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له بېلابېلو سیمو ٢١٨٠ کسان د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
د پکتيا چارواکي وايي چې د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې يې درې قصابان د ناروا او حرامې غوښې د پلور په تور نيولي دي.
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې، د يو کس چې ۱۷ ورځې مخکې ورک شوی و، وړمه ورځ جسد موندل شوی دی.
د پښتو ټلويزيون چارواکي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو یې کابل کې له دفتره ۷ میله وسلې او یوه کامره وړي، خو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي او د استخباراتو ریاست بیا وایي چې دوی دا کار نه دی کړی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ پوليسو د ۴۱ قلمه تاريخي، نيمه تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو مسوولین وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله روان کال کې د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوې، خو د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کچه دوه برابره ډېره شوې ده.
د بغلان ترافیکو مدیریت مسوولین وایي چې لسګونه هغه بې اسناده موټر بېرته خپلو مالکانو ته سپارلي چې د بېلابېلو دلایلو له امله درول شوي وو.
د لوګر په مرکز پل علم کې وسله والو موټر سپرو دوه کسان لومړی تښتولي او وروسته یې یو وژلی او بل یې بېرته خوشی کړی دی.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو "اومانو" د توليد يوه کارخانه کشف کړې او له منځه وړې او په تړاو يې اته کسان نيولي دي.
ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د کارته پروان په سيمه کې یوه صراف پر ډزو وژلی دی.
په فراه ولایت نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.
تېرې شل کلنې جګړې په هلمند کې د يوې کورنۍ ټول نارينه اخيستي او د ۲۸ يتيمانو سرپرستي څلورو کونډو ته ورپاتې ده، اوس د بېوزلۍ په انتها کې ژوند کوي.
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د تېر حکومت یو پولیس وژل شوی دی.