کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت فرانک میکنزی وایي، لا هم تر څو زرو داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي چې پر امریکا برید وکړي.
میکنزي دا څرګندونې د امریکا په دفاع وزارت کې د جمعې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته کړې او ویلي یې دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د بګرام او څرخي پله زندانونو له ماتېدو وروسته د داعش جنګیالیو خوشې کول یادې ډلې ده ته لا قوت او ځواک ورکړی دی.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان په توګه دا د مکنزي وروستی خبري کنفرانس دی او له درې کلن ماموریت وروسته تقاعد کوي.
میکنزي وايي، لا هم څو زره داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي چې پر امریکا برید وکړي.
د نوموړي په وینا، د پسرلي له پیلېدو سره ښايي داعش ډله په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي، خو په وینا یې، طالبان هڅه کوي چې د داعش ډلې عملیات محدود کړي.
مینکزي ویلي: “دا به ډېره په زړه پورې وي چې وګورو طالبان د داعش پر وړاندې مبارزه کولای شي که نه؛ ځکه داعش یو سخت هدف دی، د پخوا په پرتله یې شمېر اوس زیات دی، تاسو پوهېږئ چې هغوی اوس نور جنګیالي جذبوي، نو فکر کوم چې دا به طالبانو ته ستونزمنه وي. دغه راز زما ارزونه دا ده چې طالبان به هڅه وکړي چې د داعش پر وړاندې په کلکه عمل وکړي.”
مکنزي دغه راز په افغانستان کې د القاعده ډلې د حضور په اړه اندېښنه وښوده او وې ویل چې کېدای شي د جنګیالیو شمېر یې تر څو سوو پورې وي.
هغه وایي: “فکر کوم ننګونه دا ده، له القاعده سره د کلتوري روابطو، په خپلو کې د ودونو، او له القاعده سره د طالبانو د اړیکو له کبله ستونزمنه ده، موږ په ډېره لېوالتیا سره ګورو چې طالبان څه کوي؛ ځکه هغوی ویلي چې د داعش مخنیوی یا د القاعده ډلې له خوا د بهرنیو بریدونو مخه به نیسي.”
د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت تر اوسه د جنرال مکنزي د دغو څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.










